IQNA

په عربستان کې په مختلفو سیمو کې څلور اسلامی میوزیمونه جوړیږي

18:03 - December 01, 2021
د خبر لمبر: 3485054
تهران(ایکنا) – د سعودي عربستان دمیوزیمونو دکمیشن عمومی مدیر ووئيل، دغه کمیشن به په راتلونکو دوو کلونو کې په دمام،آبها ،حائل ښارونو او قصیم ولایت کې په اسلامی هنر او کلتوري چورلیزونو سره میوزیمونه جوړ کړي .

ایکنا خبري آژآنس د saudi Gazette، له قوله راپور راکړ،د سعودي عربستان د میوزیمونو دکمیشن عمومی مدیر سټفانو کاربوني دغه خبر په ملک عبدالعزیز نړیوال کلتوري مرکز کې د اسلامی هنر په درې ورځني نړیوال کنفرانس کې اعلان کړ او وې وئيل ،دغه کمیشن به تر ۲۰۲۳کال پورې په نجران او عرعر کې هم نور میوزیمونه افتتاح کړي .
کاربوني زیاته کړې ، ددغو میوزیمونو چورلیتوب به اسلامی هنري آثار او کلتور وي .
د جومات او کړچار او مقصدونو او نوښتونو په موضوع سره د اسلامی هنر درې ورځنی نړیوال کنفرانس د جوماتونو د تاریخي ، معاني او کړچارونو دبشپړولو په موخې سره ترسره شو.
په دغه نړیوال سیمنار کې د اسلامی معماری او هنر یو شمیر متخصصان او کارپيژاندو د اسلامی هنر اوتاریخي جوماتونو ،معمارۍ په څير د موضوعګانو په باب ویناوې وکړې .
کاربوني د ۲۰۲۰کال په فرورۍ کې د عربستان د فرهنګ دوزیربدر بن عبدالله بن فرحان آل سعود له خوا د دغه هیواد دمیوزیمونو د کمیشن نوی عمومی مدیر منصوب شوی چې دنده ئې له میوزیم او تاریخ سرا د اړونده زمینوکې د متخصصانو روزل او د پراختیا چارې دي .
https://iqna.ir/fa/news/4017450/%D8%B

captcha