ایکنا خبری آژانس د ایرناله قوله راپور راکړ، (ITI) په نامې سره دغه ریل ګاډي پلان نن په یو لړ دستورو کې د پآکستان د خارجه وزیر شاه محمود قریشي او د ریلي چارو او دتجارتي چارو د وزیرانو او همداراز د ایران دسفیر په شتون سره د باري ریل ګاډي په بارولو سره بیرته پیل شو .
وئيل دغه پلان له لسو کلونو وروسته یو ځل بیا د ریل ګاډي د هارن په غږیدا سره بیرته پیل شروع شو چې زیاتره خلکو په تیره بیا د ایکو موسیسې د غړو هیوادونو سفیرانو ئې هم تود هرکلی کړی او وئيلي ئې دي چې ممکنه ده یوه ورځ د ایکو غړي هیوادونه هم له دغه پلان سره یو ځاي شي .
د پاکستان دریلوې دچارو وزیر اعظم خان سواتي په دغو دستورو کې ووظیل د ایکو کنټینري ریل ګاډي د پلان ملګرتیاؤ پیاوړتیا او پراختیا د سیمې له سولې او ثبات سره مرسته کولی شي .
په دغو دستورو کې د پاکستان دلومړي وزیر سلاکار عبدالرزاق داؤد هم ووئیل د ایکو ریل ګاډی د یوې اغیزشیندونکي ټرانسپورټي وسیلې په توګه د غړو هیوادونو ترمینځ د تجارتي مبادلاتو او وارداتو او صادراتو په پراختیا کې اغیزشیندونکي مرستې کولی شي .
د اسلام اباد ،تهران ، استانبول ریل پټلۍ پلان شپږ زره پنځه سوه کلومیټره دی چې دوه زره پنځه سوه اویا کلومیټره ئې په ایران کې، دوه زره کلومیټره ئې په ترکیې کې او کابو یو زر نهه سوه کلومیټره دپاکستان په خاورې کې تیریږي چې په دغې لارې کې دحرکت وخت د سمندري ټرانسپورټي لارې څخه ډیر کم دی او یوه لا امنه او کم مصرفه لاره به هم ثابته شي .