IQNA

په ویانا کې به د ایران او ۴+۱ډلې دخبرو اتم پړاؤ ددسمبر په ۲۹ بیاترسره شي

16:47 - December 23, 2021
د خبر لمبر: 3485161
تهران (ایکنا) -ددغې غوندې مشري به د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن د عمومی منشي د مرستیال آنریکه مورا په  غاړه وي  .

 ایکناخبری آژانس  د ایرنا له قوله راپور راکړ، د اروپائي اتحادئې د  بهرنی سیاست دکمیشن د مشر دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دګډ کمیشن ناسته به د دسمبر په اوه ویشتمه نیټه د ایران او ۴+۱ډلې د استازو په شتون سره په ویانا کې جوړه شي .

 په دغې اعلامیې کې راغلي دي،ددغې غوندې مشري به د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن د عمومی منشي د مرستیال آنریکه مورا په  غاړه وي  .

د ایران په نوي حکومت کې د ویانا د ایټمي خبرواترو اوم پړاؤ د نومبر په نهه ویشتمه نیټه پیل شوی او په نهایت کې د دسمبرپه لومړۍ نیټه پاي ته ورسید او دغه راز ددغو خبرواترو د دوام په خاطر پلاوي د مشورو لپاره خپلو پلازمینو ته ګرځيدلي چې بیا به ددغو خبرواترو اتم پړاؤ ددسمبرپه نهه ویشتمه نیټه بیرته په ویانا کې پيل شي،او ډیری شناندي او کارپوهان وائي چې ممکنه ده د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په باب د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ دغه کیدونکي خبرې اترې وروستۍ خبرې اترې شي ،ځکه لوري هوډ لري چې بلاخره یوې نتیجې ته ورسیږي، څو  د دغې نړیوالې ایټمي موافقې  لوري ئې له امتیازونو څخه ګټه پورته کړي .

https://www.irna.ir/news/84588341/دور-

captcha