ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر هیله وښودله چي د ایټمي انرژۍ نړیوال اژانس د مسلکي چلند په غوره کولو او د بې پلویتوب د اصل په رعایتولو سره، په قانون باندې د ایران د ژمنتیا او د ایران د سوله ایز ایټمي فعالیتونو په هکله حقیقت بیان کړي.
د خبر لمبر: 3486991 خپرونې تاریخ : 2023/03/05
ایکنا-(تهران)ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیرامیرعبداللهیان په انقره کې د ترکیې له خارجه وزیر چاووش اوغلوسره په ګډ خبری کنفرانس کې په افغانستان کښې د بدلونونو او له زده کړې او کار څخه د میرمنو او نجونو په بې برخې کولو کښې د افغانستان د موقته حکومت کړنلاره د اسلام د مبین دین له رحماني نظر سره په ټکر کښې وبلله.
د خبر لمبر: 3486769 خپرونې تاریخ : 2023/01/18
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په یوه پیغام کې ګواښ کړی،د ایران له لوری به د نړیوالې ایتمي موافقې کړکې د تل لپاره نه خلاص نه وي او باید له دغه فرصته دې مقابل لوری استفاده وکړي.
د خبر لمبر: 3486648 خپرونې تاریخ : 2022/12/24
ایکنا-(تهران) د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې تهران په نړیوالو ایټمي خبرو کښې خپلې خبرې په منطق او دلیل سره بیان کړي دي وویل امریکا باید د خبرو په هکله فیصله وکړي.
د خبر لمبر: 3486370 خپرونې تاریخ : 2022/10/25
ایکنا-(تهران)د ایران د ایټمي مرکچي ټیم سلاکارد جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دروانو خبرو اترو یوه موخه د امریکا لپاره له دغې نړیوالې ایټمي موافقې د وتلو دلګښت زیاتیدل وبلل.
د خبر لمبر: 3486117 خپرونې تاریخ : 2022/08/17
ایکنا- (تهران) د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر په تهران کې د سویس له له نوي سفیرې د باؤرلیک د ترلاسه کولو په دستورو کې ووئيل تاریخ به هیڅکله هم د ملتونو په ضدد امریکایانو جنایتونه له یاده ونه باسي .
د خبر لمبر: 3485956 خپرونې تاریخ : 2022/07/04
تهران (ایکنا)- د امریکا خزانې وزارت ، د اسلامی ایران په ضد د واشنګټن دغلیمانه اقداماتو په دوام کې بیګا دڅو ایرانیو اورګانونو او کسانو په ضد بندیزونه لګولي دي .
د خبر لمبر: 3485623 خپرونې تاریخ : 2022/03/31
تهران (ایکنا) -د ایران دبهرنيو اړیکو د سټراټژيکې شورا مشر کمال خرازي ، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې بیرته احیاء نزدې او د ا مریکا له سیاسی ارادې سره تړلي وبلله .
د خبر لمبر: 3485600 خپرونې تاریخ : 2022/03/27
تهران (ایکنا) -د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن مسئول جوزف بورل نن دقطر په دوحې کې په یوه سیمنار کې ووئيل ، ایران او نړیوال قدرتونه ، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د احیاء لپاره موافقې ته ډير نزدې شوي دي .
د خبر لمبر: 3485594 خپرونې تاریخ : 2022/03/26
ایکنا خبری آژانس دپارسټو ډې له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامي جمهوریت د ملی امنیت د شورا منشي ویلی چي ایران تر هغه چي خپلي قانوني غوښتنو او یوې پیاوړي موافقې ته نه وي رسېدلي د ویانا په مذاکراتو کې به خپل حضور ته دوام ورکړي.
د خبر لمبر: 3485536 خپرونې تاریخ : 2022/03/14
تهران (ایکنا) –علی باقري کني ووئيل ، له زیات غوښتنې ډډه کول او دتیرو څلورو کلونو تجروبې ته توجه کول ، ددغه هدف دپوره کیدا لازمه ده .
د خبر لمبر: 3485427 خپرونې تاریخ : 2022/02/17
تهران (ایکنا)امیر عبداللهیان روښانه کړې ،واشنګټن نه دی توانیدلی،ددې تضمین لپاره د ایران غوښتنې ته چې هیڅ یو لوری له ایټمی موافقې ونه وتل شي ، ځواب ورکړي .
د خبر لمبر: 3485421 خپرونې تاریخ : 2022/02/16
تهران (ایکنا) -د ویانا د نړیوالو ایټمي خبرو اترو اتم (۸) پړاو په پینځمه (۵) ورځ د ایران په وړاندیزونو باندې غور کولو سره ترسره شو .
د خبر لمبر: 3485414 خپرونې تاریخ : 2022/02/13
تهران (ایکنا) – د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت دلوړې شورا منشي علی شمخانی ووئیل د امریکا حکومت نه غواړي د خپلو داخلي اختلافاتو لګښت د ایران د ملت د قانوني حقوقو په ضایع کولو سره ورکړي .
د خبر لمبر: 3485393 خپرونې تاریخ : 2022/02/09
تهران (ایکنا) -د ايران د ملي امنيت د عالي شورا منشي علی شمخاني د ښې موافقې بنياد ذ زیاتره دباو ختمول او د ټولو بنديزونو لرې کول وبلل.
د خبر لمبر: 3485380 خپرونې تاریخ : 2022/02/07
تهران (ایکنا) - د ایران خارجه وزیر ووئیل دا چې په راتلونکو شپو ورځو کې خبرې اترې د یوې ښې موافقې سبب وګرځول شو، د امریکا او اروپائي ټرايئکا درو هیوادونو د نیّت او چلند نوښت سره اړه لري . هغه څه چې ایران ته ورګرځي په خوشبینۍ ،ښه نیّت او جدیّت سره به یوې ښې او حتی فوري موافقې ته درسیدا لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو
د خبر لمبر: 3485377 خپرونې تاریخ : 2022/02/07
تهران (ایکنا) -د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکې له لوري د ځینو ایټمي بندیزونو د لیري کېدو ادعا ته په ځواب کې، دغه اقدام ناکافي وباله.
د خبر لمبر: 3485367 خپرونې تاریخ : 2022/02/05
تهران(ایکنا) - ایران د بهرنیو چارو وزیر ټينګار وکړ چي د ایران تیل باید په اسانه او له کوم خنډ پرته خرڅ شي او ایران د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې له اقتصادي ګټو څخه په بشپړه توګه ګټه پورته کړي.
د خبر لمبر: 3485185 خپرونې تاریخ : 2021/12/27
تهران (ایکنا) -ددغې غوندې مشري به د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن د عمومی منشي د مرستیال آنریکه مورا په غاړه وي .
د خبر لمبر: 3485161 خپرونې تاریخ : 2021/12/23
تهران (ایکنا) - له دې سره سره چی لویدیځ خپلې ژمنې نه اجرا کوي خو ایران د ښه نیت ښودلواو د غیرقانوني او یوړخیزه بایکاټونو د لیری کولو په هدف بیاهم یوې ښې موافقې ته د رسیدا لپاره نتیجه ورکونکو خبرواترو ته چمتو دې .
د خبر لمبر: 3485084 خپرونې تاریخ : 2021/12/07