ایکناخبري آژانس د Borneo Bulletin له قوله راپور راکړ،دغه ډله ایز پلان په دغه هیواد کې د کرونا دنوي څپې خوریدا ته په پام سره ترسره شوی او د هیواد پوځ ، په شپیتو جوماتونو کې د صفائي دندې ترسره کړي او درستې برخې ئې ضد عفوني کړ ي دي .
د کوویډ نولس ډوله ناروغۍ یا کرونا ویروس د له دوهمې څپې مخکې ، د پوځیانو دغې ډلې په یویشتو جوماتونو کې د صفایانو خپل کمپاین جوړ کړی ؤ او وروسته د جوماتونو په پرانیستو سره ئې دخپلو صفایانو دکمپاینونو په بشپړ ولو سره پاتې نور ۳۹جوماتونو کې هم همدغه کار ترسره کړ .
برونائی په جنوب ختیځې آسیا کې په بورنیو ټاپوکې واقع دی او پلازمینه ئې د سری بګاوان بندر دی . تردې دمه په دغه هیواد کې څه دپاسه پنځلس زره کسان په کرونا ویروس ککړ شوي دي او دغه راز ددغې ناروغۍ له امله اته نوي کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .