IQNA

جنایتکار ټرمپ باید محاکمه اوقصاص شي 

6:56 - January 04, 2022
د خبر لمبر: 3485224
  تهران (ایکنا) -دا یران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  ګواښ وکړ ، که په یوې عادلانه محکمې کې   د ټرمپ ، پمپئو او نورو جنایتکارو دعادلانه محاکمې  لارې چارې برابرې  شوې او د دوی ددغه بوږنونکي جنایت باندې غور وشو  او دوي د خپل جنایت انجام ته ورسیدل  نو ډیره ښه ، که داسې نه وي ،نو د  امت له لستوڼي به د غچ اخستو لاسونه راووځي .

 

ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ  ، دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  پرون ناوخته په تهران کې د  زړونو دسردار جنرال شهید قاسم سلیماني  د شهادت د دوهمې کلیزې په پرتمینو دستورو کې پخپلې وینا کې  چې د تهران په مصلی کې ترسره شوې ،  د ایران د ملت دښمنانو او امریکایانو ته په خطاب کې ووئيل ، تاسو  خیال وکړ چې د مرغومې د میاشتې دیارلسمه نیټه ، د حاقاسم دپاي ورځ ده ، خو چټي خوب مو ولید، ځکه چې  دمرغومې دمیاشتې دیارلسمه نیټه  د حاج قاسم د بیرته زیږیدا ورځ شوه .

 داسلامي  ایران ولسمشر  ووئيل ډ سردار قاسم سلیماني دترور  داصلي جنایتکار او  قاتل په توګه دې د امریکا د وخت  ولسمشر ټرمپ محاکمه او قصاص شي . 

 ابراهیم ریئسي  دغه راز زیاته کړه ، شهید قاسم سلیماني د عراق د لومړي وزیر  رسمي میلمه ؤ  او امریکایانو هم د عراق  خپلواکي ماته کړه او  یو ملت ئې ترور کړ .

 د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  ګواښ وکړ ، که په یوې عادلانه محکمې کې   د ټرمپ ، پمپئو او نورو جنایتکارو دعادلانه محاکمې  لارې چارې برابرې  شوې او د دوی ددغه بوږنونکي جنایت باندې غور وشو  او دوي د خپل جنایت انجام ته ورسیدل  نو ډیره ښه ، که داسې نه وي ،نو د  امت له لستوڼي به د غچ اخستو لاسونه راووځي .

 داسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې  حاج قاسم  له ظرفیّتونو په موقعې په پيژندګلوۍ او استفادې سره  د لبنان دحز ا... جبهه  په یوې سیمه ایزې ا ونړیوالې  مقاومتي جبهې بدله کړه ووئیل ،  شهید قاسم سلیماني د دوي  د  ځوانانو د ظرفیّت په پيژندنې سره ، دوي ، د  استکباری بهیر په مقابل کې په  شجاعت ، شهامت  او انګیزې سره  میدان ته تیار کړل .

 ابراهیم ریئسي  په دې خبرې په ټينګار سره چې  قاسم سلیماني  یو مکتب ؤ ووئيل ،  دغه مکتب په ترور اوتوغندی سره  له مینځه نه ځي  او د حاج قاسم مکتب به تر ابده باقي پاتې وي .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i110560

captcha