تهران(ایکنا) – د کینیډا د ایډمنټن یهودیانو یوې ډلې ددغه ښار له ترټولو پخواني جومات سره د بې کوره او اړمنو کسانو لپاره د خوراکي موادوا و د سرپنا په برابرولو کې ډيره ملګرتیا وکړه .

ایکنا خبری آژانس Edmonton CTV News، له قوله راپور راکړ،دغه مرستې پرون د الرشید جومات مسئولانو ته ډالۍ شوې . الرشید جومات په دې دلیل چې د ژمي په سړوشپو ورځو کې ئې خپلې دروازې دبې کوره خلکو په وړانډې پرانیزي، په ایډمنټن ښار کې ډير مشهور دی .
الرشید جومات تیره اونۍ د خپلې خوښې خوراکي او مالی مرستوغوښته کړې وه .
د ایډمنټن ښار یهودیانو یوې ډلې په خپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي، د الرشید جومات د مسئولانو مننه کوو چې د جومات دروازې ئې په دغې یخنئ کې د بې کوره خلکو په وړانډې پرانیستي دي ، مونږ خواړه او دڅښاک اوبه جومات ته ډالۍ کړي چې تر یکشنبې ورځې بورې د خدماتود وړاندې کولو امکان برابروي .