ایکنا خبری اژانس راپور راکړ ، په ۱۹۸۴کال کې د قطر په دوحې ښار کې یوه ډله نیک کسان چې په ګاونډیو هیوادونو کې دجنګ جګړو له امله دبې سرپرسته ماشومانو په زیاتیدا اندیښمن شوي وو ،سره غونډ شول او له یتیمانو څخه د ملاتړ لپاره ئې دقطر کمیټئ(The Committee of Qatar for Orphan Sponsorship په نامې سره یو اجتماعي تنظیم جوړ کړ.
اته کاله وروسته په ۱۹۹۲کال کې د ؛ قطرالخیریه ( Qatar Charity) په نامې سره یو ه ځاي موسیسه جوړه شوه څو دعمل دغه نوښت پراخ کړي او د خپلو فعالیتونو لمن ، په داخلی او نړیواله سویه لاپراخه کړي .
تقریبا څلور لسیزې وروسته ،دقطر خیریه موسیسه ، په نړۍ کې د انسان دوستۍ په یوه ترټولو ستر تنظیم بدله شوه او تر دې دمه د طبیعي پيښو ، بې وځلۍ ، تاؤتریخوالي او جنګ جګړو څخه بې شمیره تاواني شوو کسانو سره نجات ورکونکي مرستې کړي دي .
په نړیواله سویه ددغې خیریه موسیسې په ترټولو مهمو پروګرامونو کې له طبعيي بيښو او جنګ جګړو څخه له تاواني شوو کورنیو او ماشومانو څخه ملاتړ ، له پناه غواړو اوکډوالو سره مرستې ، د هراړخیزې او تل پاتې پراختیا شرائط برابرول ، په ټولنو کې د ګډ ژوند او انسجام دودول ، د ځاي ټولنو له پراختیا او زده کړو سره مرستې او په قطر کې د خیریه مرستو او اجتماعي پراختیا دودول شامل دي .
مهمترین برنامههای این خیریه در سطح بینالمللی شامل حمایت از کودکان و خانوادههای آسیبدیده از جنگ و بلایای طبیعی، کمک به پناهندگان و آوارگان، فراهم کردن شرایط توسعه پایدار و فراگیر، ترویج انسجام و همزیستی در جوامع، کمک به آموزش و توسعه جوامع محلی و ترویج توسعه اجتماعی و کمکهای خیریه در کشور قطر بوده است.
همدااوس په مختلفو هیوادونو کې څه دپاسه یو نیم لک یتیمان ددغې موسیسې ترملاتړ لاندې دي . دغه خیریه موسیسې دخپلو فعالیتونو زمینې ، د سرپناه ځاي تامینولو ، فوری طبي مرستو د رسولو ، خوراکي مرستو ،مالی، روغتیائي ، تعلیمي ، د خواړو دامنیت مرستو ، د مالی ، هستوګنې او داجتماعي خیال ساتنې د چارو تر حده پراخې کړي دي .
دقطرخیریه موسیسې دغه راز په انډونیشیا کې تر پنځه سوو پورې جوماتونه ، او ډیرې کلتوري او تعلیمي مرکزونه تاسیس کړي دي .دغه موسیسې په افریقائي هیوادونو کې هم په سلګونو جوماتونه او دیني مرکزونه او خیریه تنظیمونه جوړ کړي دغه راز ئې کابو لس زره قرآني نسخې هم په خلکو کې ویشلي دي .
همداراز په قطر کې ددغې خیریه موسیسې په همت سره دقرآن کریم دحفظ لومړنۍ تخصصي اکاډمۍ هم تاسیس شوې ده .