ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران د سرحدي ځواکونو قومندان او د پاکستان د سمندري امنیت ادارې مشر د سرحد د مدیریت او د سمندر په حوزه کښې له دوه اړخیزه ملګرتیاو سره اړونده بدلونونه وڅیړل
د ایران د سرحدي پولیسو قومندان سردار سرتیپ احمد علي ګودرزي نن پاکستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د دغه هیواد د سمندري امنیت د ادارې کتنه وکړه او د پاکستان د سمندر ځواک له چارواکو سره یې خبرې وکړې .
د ایران د سرحدي ځواکونو قومندان احمد علي ګودرزي او د پاکستان د سمندري ملي امنیت ادارې مشر امیرالبحر امین فواد بیګ د متقابل احترام او د ګډو ګټو او د برابرۍ د اصولو پراساس مکانیزم ته د رسیدا پرضرورت باندې ټینګار سره د قضايي صلاحیت او د سرحدي بشپړتیا د رعایتولو ، د سمندري ملګرتیا لپاره د ضروري چوکاټ د رامینځته کولو او د دواړو هیوادونو ترمینځ د اطلاعاتو د تبادلې په شان په موضوعګانو غور وکړ .
ګودرزي او امین فواد بیګ ټینګار وکړ د ایران او د پاکستان ترمینځ ګډ سرحد ته په پام سره ضروري ده چې د مرستې او د ژغورنې د عملیاتو د ترسره کیدا ، د سرحدي جرمونو د مخنیوي او د سمندري ژواک چاپیریال د ساتنې د قانون د اعمالولو په زمینه کښې دوه اړخیزه ملګرتیاوې له مخکې څخه زیاتې پیاوړي شي .