ایکناخبري آژانس راپور راکړ ، د دایران داسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو د اته دیرشم پړاؤ مقدماتي مرحله د مرغومې دمیاشتې په پنځه ویشتمه نیټه او د قضاؤت کونکي ډلې لپاره د ګډون کونکو د ترټولو وروستیو اجرائي فایلونو په خپریدا سره پاي ته ورسیده.
دغه سیالۍ په پیل کې د میرمنو په برخې کې پيل شوې او په دغې برخې کې د ګډون کونکو اجرائي فایل د مرغومې په نولسمه او شلمه نیټه د قضاؤت د ډلې لپاره خپرې شوې څو قاضیان ئې وارزوي .
په دوام کې او دمرغومې په ۲۲نیټه د سړیو په برخې کې سیالۍ پیل شوې او دهمدغې میاشتې تر ۲۵پورې ، ئې دوام درلود. په دغې مودې کې د میرمنو او سړیو په دوو برخو کې د نابینایانو ، زده کونکو او د اوقافو دادارې د سیالیو د ګډون کونکو په درو ډلو :ې د نړۍ له ۶۹هیوادونو څخه د ۱۹۲ګډون کونکو د ویډیوئي فایلونونه خپرۀ شول .
دایران د قرآن دنړیوالو سیالیو په مقدماتي مرحلې کې ،د ۴۲هیوادونو د سړیو دبرخې دتحقیق قرآءت په څانګې کې، د څلویښتو هیوادونو د سړیو د حفظ په څانګې کې ، د درویشتو هیوادونو د سړیو دترتیل په څانګې او د میرمنو د حفظ په څانګې کې د اولسو هیوادونو استازو ځانونه په دغو سیالیو کې دګډون لپاره معرفي کړي دي .
د ایران د خیریه چارو او اوقافو د ادارې د قرآني چارو د مرکز دسیالیو مرستیال حمید مجیدي له ایکنا خبری آژانس سره په خبرو کې ددغو سیالیو نهائي مرحلې ته د رسیدونکو د نامو د اعلان د وخت په باب ووئيل ، دې ته په پام سره چې د سیالۍ په دغې مرحلې کې بهرنيو داؤرانو یا قضاؤت کونکو هم په آنلاین بڼه دتلاؤتونو ارزونې وکړې ، د داخلی او بهرنیو قضاوت کونکو دواړو ډلو د فرمونو دتطبیق لپاره وخت لازم دی . هغه دغه راز ووئیل یوه کمیټي د قضاؤت د فرمونو د ارزونې کار ترسره کوي ،څو د نمبرو په حدودو کې تخنیکي ارزونې ترسره کړي . په همدې اساس اټکل کیږي ، چې د سلواغې د میاشتې په لومړیو کې نهائي مرحلې ته درسیدونکو نامې او ددغې مرحلې نتیجې اعلان شي .