IQNA

له متحده عربی اماراتو دې درست بهرني شرکتونه ووځي  

16:32 - January 22, 2022
د خبر لمبر: 3485305
 تهران (ایکنا)- د یمن د وسله وال پوځ ویاندجنرال یحیی سریع  په متحده عربی اماراتو کې کارکونکو او د پروژو بشپړونکوبهرنیو شرکتونو ته سپارښتنه وکړه چې له دغه هیواده دې سملاسی ووځي .

ایکنا خبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپورراکړ،د یمن د پوځ ویندوي یحیی سریع د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، له هغو غمیزو او جنایتونو وروسته چې د سعودي-امریکايي-اماراتي ائتلاف هوايي ځواکونو د یمن د ولس خلاف ترسره کړي دي، د متحده عربی اماراتو په کوچني هیواد کښې موجودو شرکتونو ته سپارښتنه کوو له دي مخکی چې  کوم تاوان ووینی ،له دغه هیواده ووځي.

یحیی سریع ټینګار کړ،ترڅو پورې چې د اماراتو واکمنان د یمن خلاف تیري ته دوام ورکوي ترهغې یې معنا دا ده چې بهرنیو شرکتونوپه یو وړوکي او ناامنه هیواد کښې پانګونه کړې ده.

په دغه خبرپاڼه کښې راغلي دي: په صعده باندې له حملې سره هم مهاله د الحدیده په ساحلي ښار باندې هم بیګا د سعودي جنګي الوتکو حملې وشوې چې له امله یې درې کسان مړه او ۱۷ نور زخمي شول.

د ویلو ده چې د صعده ولایت په جیل باندې نننۍ بمبارۍ په یمن کښې د سعودي ائتلاف یوه ډیره ستره او د پراخې مرګ ژوبلې لرونکې حمله ده چې د وروستیو معلوماتو له مخې په کښې ۷۷ تنه وژل شوي او ۱۱۲ نور زخمي شوي دي.

 https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i111374    

captcha