IQNA

16:22 - January 25, 2022
د خبر لمبر: 3485319

 په انګلستان کې مسلمانانو سره توکمیز چلند اوج ته رسیدلی دی

تهران (ایکنا) - په بریطانیا کښې د اسلام له مبین دین څخه د خلکو د ویرولو په هکله نوی خپور شوی رپورټ وايي چې مسلمانان په دغه هیواد کښې له ډیرو توکمیزو توپیرونو سره مخامخ دي

 په انګلستان کې مسلمانانو سره توکمیز چلند اوج ته رسیدلی دی

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،په بریطانیا کښې د اسلام له مبین دین څخه د خلکو د ویرولو په هکله نوی خپور شوی رپورټ وايي چې  د انګلستان د برمنګم پوهنتون شننه او تحلیل او د یوګو موسسې معلومات ښودنه کوي چې د بریطانیا ۲۵.۹ فیصده خلک چې زیاتره یې د محافظه کار ګوند او برګزیټ پلویان دي، د مسلمانانو خلاف له تبعیضه ډک نظر لري او د دغه هیواد زیاتره خلک د نورو دینونو په پرتله مسلمانانو ته په توکمپال نظر ګوري.

په بریطانیا کښې د اسلام له مبین دین څخه د خلکو د ویرولو په هکله نوی خپور شوی رپورټ وايي چې مسلمانان په دغه هیواد کښې له ډیرو توکمیزو توپیرونو سره مخامخ دي

د دغه رپورټ اصلي لیکونکي سټیفن جونز ویلي دي: د بریتانیا په شتمنو او تحصیل کړو خلکو کښې د اسلام او مسلمانانو په هکله تبعیض لاډیر دود او عام دی.

د ویلو ده چې د بریتانیا د ټرانسپورټ د وزیر مرستیال نصرت غني تیره یکشنبه د مسلمانۍ په وجه له دغه مقامه څنګته کړی شو.

https://parstoday.com/ps/news/world-i111540

captcha