IQNA

امریکې سره مو هیڅ ډول مستقیمي خبري اترې نه دي کړي

16:33 - January 29, 2022
د خبر لمبر: 3485336
تهران (ایکنا) -د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل چي په ویانا کې د ایران مذاکراتي پلاوې له امریکایانو سره هیڅ ډول مستقیمي خبري اترې نه دي کړي..

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ د اسلامي شورا د ملي امنیت له کمیسیون سره په غونډه کې د ۱+۴ ډلي له هیوادونو سره د بندیزونو د لیري کېدو،ایټمي ژمنې،رېښتیا ازموینې او ضمانت په زمینو کې دمذاکراتو په هکله راپوروړاندې کړ.

هغه د ایران مذاکراتي ټیم د مشرعلی باقري د جدي هلو ځلو او د ایراني ټیم له لوري د وړاندې شویو نوښتونو په بیانولو سره، وویل: یوې غوري او دوامداري موافقې ته د رسېدو لپاره د تهران اراده پرېکنده ده.

امیر عبداللهیان په دې باندې ټینګار سره چي امریکایانو سره هیڅ ډول مستقیمي خبرې نه دي شوې، زیاته کړه:امریکې سره تخنیکې نظرونه په غیر رسمي توګه او د مکتوب له لاري د اروپایي اتحادیې د استازي په وسیله تبادله کیږي.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i111692

captcha