IQNA

د نیجریه د فټ بال ملی ټيم مهم غړي په کامرون کې د جومات له جوړلو څخه ملاتړ وکړ

15:59 - January 30, 2022
د خبر لمبر: 3485342
تهران (ایکنا) – د نیجریه دفټ بال ملی ټیم غړي احمد موسی دخپل پراخ مالی ملاتړ په ډالۍ کولو سره په کامرون  کې د ګاروا ښار د مرکزي جومات  دجوړیدا ملاتړ وکړ .

ایکناخبری آژانس راپور روکړ ، د  نیجریه دغه نامتو لوبغاړي چې د اروپائي  او آسیائي هیوادونود فټ بال لوبې په کلبونو کې ئې لوبې کړي ، په کامرون کې  په ګاروا ښار کې  له مرکزي جومات سره مالی مرستې کړي او  د موسی رسندوئي مرستیال  له مسلم نیوز سره په خبرو کې دغه  اقدام تائيد کړ .

دغه جومات دنیجریه د لوبو د ملی ټيمونو  له کیمپ سره نزدې  واقع دی او له  دغه کیمپه  په کامرون کې د افریقا د ملتونو د جام  په سیالیو کې  دشتون په خاطر د نیجریه دملی ټیم د چمتووالي  لپاره  استعمالیږي .

 ټاکل شوې ده چې  د احمد موسی ډالۍ کړائ شوي یو زر پنځه سوه ډالر د جومات د ودانۍ په جوړیدا کې مصرف شي .  احمد موسی  له دې مخکې هم  په مسلم نیوز خپرونې کې  د کال  د نیک انسان په توه ټاکل شوی ؤ .

دیرش کلن احمد موسی د نیجریه د ملي ټيم فارورډ کې لوبه کونکی مهم لوبغاړی دی ، هغه د هالینډ په فنلو، د روسیې په  زسکا ماسکو، دانګلستان په لسټرسیټي  او د عربستان په النصر فټ بتال ټيمونو کې لوبې کړي دي .

احمد موسی  چې  مالی وضعیّت ئې ډير ښه دی ، د ۲۰۱۸ کال کې په روسیې کې د فټ بال په نړیوال جام سیالیو کې له ګډون مخکې په بندیانو کې خوړو ویش کړي او هغه څلويښت بندیان ئې  چې په مالی او معمولی جرمونو سره په زندان  کې وو،په مالی ملاتړ سره  خوشي کړي څو په لاښې روحیې سره  د روسیې  په نړیوال کپ کې د خپل هیواد  د فټ بال  له ملی ټيم سره ملګرتیا وکړي .

https://iqna.ir/fa/news/4032317/%D8%

captcha