IQNA

د یمن خلک دې د یوه بل ترڅنګ ټينګ ودریږي

15:46 - February 02, 2022
د خبر لمبر: 3485355
تهران (ایکنا)-  د یمن دانصار الله ولسی غورځنګ رهبر عبدالمالک الحوثي د مارب او الجوف  ولایتونو له قبایلو سره په کتنې کې په دې خبرې په ټينګار سره چې امریکایان او اسرائيلیان د مسلمانانو حقیقي دښمنان او د ملت له داخلی مشکلاتو څخه د خپلو ګټو په لړ کې په ناوړه استفادې پسې دي ، دیمن له ولسه وغوښتل،په یوه صف کې  ودریږي څو دغه هیواد دپرَدَیو تابع  نشي.

 

ایکناخبری آژانس د العهد له قوله راپور راکړ،د یمن د انصارالله  ولسی غورځنګ رهبر سید عبدالمالک الحوثي پرون ناوخته د جوف او مارب ولایتونو له قبایلی مشرانو سره په کتنې کې د مشکلاتو د حل لباره د سیمې د شخصیّتونو او مشرانو او دحکومتی چارواکو ترمینځ د ملګرتیا، امنیت او ثبات د ټینګولو او به الجوف کې د عمومي پخلاینې غوښتنه کړې او روښانه ئې کړې ده په هغو ټولو لیدوکاتو کې چې د یمن د خلکو ترمینځ د ورورولۍ او ملګرتیا د پیاوړتیا سبب یږي ، خوښ دی .

هغه له صهیونیسټي وحشي رژيم سره د اړیکو د شرمونکي عادي کیدا په باب هم ووئیل،دمونږ د یمن د ولس په وړاندې له اسرائیلو سره د عربستان او متحده عربی اماراتو یو شان دریځ د دوي د مشرانو په لیدوکاتو کې اعلان شوی او دوه  ورځې مخکې  هم صهیونیسټي مشر چې  اماراتو ته تللی ؤ،د عربستان له هوائي حریمه تیر شو، په داسې حال کې چې د مونږ خلک حتی دخپل هیواد په حریم کې  له سفره  هم محروم دي .

عبدالمالک الحوثي پخپلو څرګندونو کې ټينګار وکړ،دښمنان په مختلفو عنوانونو سره هڅه کوي څو دهیواد خلک پخپلو کې سره جلا کړي او په دوي کې اختلافات او درز رامینځة کړي .خوباید درست خلک ویښ او ځير ووسي او د دښمنانو دغه شان دسیسې شنډې  کړي .

هغه په پاي کې د یمن د ولس کلابندۍ ته په اشارې سره ووئيل دا یو خیانت دی ،ځکه د ولس د کړیدا او ځورولو لامل شوی دی دښمن حتی  د کشتیو له خوا د مجوز له ترلاسه کولو په بڼه کې هم په تګ راتګ کې ورته خنډونه رامینځةکیږي او ډيرې سختې پلټنې ئې کیږي .  چې باید ملګري ملتونه او نوره نړیوالې ادارې او اورګانونه په دې اړه خپل مسئولیّتونه وپيژني .

https://iqna.ir/fa/news/4033189/عبدالملک

captcha