IQNA

زمونږ امید او هیله ویانا یا نیویارک ته نه ،بلکې خدای او ولس ته ده

15:23 - February 11, 2022
د خبر لمبر: 3485402
تهران (ایکنا) -د اسلامی ایران ولسمشر ووئیل ، اسلامی انقلاب راغلی ، څو هغه فسادګر رژيم چې د سلطه ګرو قدرتونو ئې بشپړ ملاتړ کاوۀ، له مینځه یوسي  او پر دین ، خپلواکۍ ، آزادۍ ، اسلامی جمهوریّت  مشتمل یو نظام ټينګ کړي .

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر ابراهیم ریئسي  نن د یوم ا... له میلیوني لاریون وروسته دتهران  په امام خمینی مصلی یا عیدګاه کې  د جمعې لمانځه له خطبو مخکې پخپلې وینا کې  دولولناک او پرتمین اسلامی انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره  روښانه کړه ، هغه څه چې  اسلامی انقلاب ئې چغې پورته کوي ، آزادي ، اخلاق ، عقلانیّت ، عدالت ، خپلواکي ، ملی عزت ، ورورولي ،  او د ظلم او سلطې نفي کول دي .

د اسلامی ایران ولسمشر ووئیل ، اسلامی انقلاب راغلی ، څو هغه فسادګر رژيم چې د سلطه ګرو قدرتونو ئې بشپړ ملاتړ کاوۀ، له مینځه یوسي  او پر دین ، خپلواکۍ ، آزادۍ ، اسلامی جمهوریّت  مشتمل یو نظام ټينګ کړي .

ابراهیم ریئسي ، خپلواکي غوښتنه ،آزادي ،عدالت غوښتنه د اسلامی انقلاب نور هویّت جوړونکي عناصر وبلل او وې وئيل ،دغه انقلاب  پخپل بطن کې  عدالت غواړی او  عدالت خوښونکی دی  او هیڅکله هم دعدالت عنصر له اسلامی انقلابه نشي لیریکیدلی،ځکه چې عدالت غوښتنه ،او عدالت طلبي  او د ظلم او فساد ضد شونه  داسلامی انقلاب په بطن کې نغښتي  دي .

 د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د سلواغې د دوویشتمې نیټې یعني د یوم ا...پیغام ، دایران ملت او درستو مستضعفینو ،او دردستې نړۍ  محرومو ته هیله منونکی او د نړۍ ستمګرو ،او ظالمانو ته ناامیدي او د هغوي استیصال  وبالۀ او وې وئيل،هغه څه چې   د ایران په ګاونډیو هیوادونو کې په اسلامی ویښتیا کې وینئ ، یو الهي ځیری دی .

 هغه همداراز  هیواد ته د ګوزار ورکولو لپاره  د اسلامی ایران ددښمنانو هلوځلو ته په اشارې سره  روښانه کړه ،  دښمنانو غوښتل ، اسلامی انقلاب او نظام په خپلو پښو ونه دریږي ،  خو   داسې ئې ونه کړائ شول  او د نړۍ ویښ اومسلمانو ملتونو  ته د اسلامی انقلاب پیغام ورسید او  نن سبا اسلامی ایران  دعزت په اوج کې دی .

 د ایران دا سلامی جمهوریت ولسمشر  ووئيل ،  درستو هیوادونو ته  په بهرنی سیاست کې د ایران نظر یو شان دی ،  دمونږ ا مید د هیواد درستو سیمو ته دی او هیڅکله هم    نه ویانا ته او نه هم نیویارک ته هیڅ ډول کومه هیله  لرو.

https://iqna.ir/fa/news/4035551/عناصر-هویت%E2%80%8Eساز-

captcha