ایکناخبری اژانس د برونئ بولیټن له قوله راپور راکړ ،د برونائي هیواد له اته دیرشمې ملی ورځې سره په یووخت،په دغه هیواد کې له څلويښتو کلونو زیات عمر لرونکو سړیو او ښځو د قرآن د سیالیو څلورم پړاؤ ترسره کیږي .دغه سیالۍ ددغه هیواد ددینی چارو له وزارت سره داړونده جوماتونو د چارو د ادارې او د محمد جمال العالم جومات د کمیټې د غړو په وسیله په ګډه ترسره کیږي . په برونائي کې ګروهمن کسان په جلان سامبلینګ سیمې کې د جوماتونو د چارو له ادارې څخه دګډون فارمونه ترلاسه کولی شي .په دغو سیالیو کې ګډون کونکي مینه وال باید دخپلو نامو ثبتول د فرورۍ تر اته ویشتمې نیټې پورې ولیږي،دغه سیالۍ د کب یا اسفند د میاشتې له څوارلسمې تر شپاړسمې نیټې پورې ترسره کیږي . په برونائي کې دوحدت او ورورولۍ د پیاوړتیا په موخې سره د قرآن کریم د حفظ او قرائت څه دپاسه دیرش سیالۍ ترسره کیږي . سره له دې چې برونائي ډير واړوکی هیواد دی، خو په دغه هیواد کې څه دپاسه سل ستر او پرتمین جوماتونه جوړ شوي،چې ترټولو ستر پکې د سلطان عمر علی سیف الدین په نامې سره جامع جومات دی چې په ۱۹۵۴کال کې جوړ شوی دی . https://iqna.ir/fa/news/4035935