ایکناخبري آژانس د اباؤت اسلام له قوله راپور راکړ، په زړه پورې بویونو، رنګونو او په زړه پورې غږونو د برمنګم دحلالو خوړو د غرمنئ لومړنی بازار فضا چې د فرورۍ په دولسمه نیټه پرانیستل شوی ، ډکه کړې وه .
په راپور کې وئيل شوي دي ، چې په سټالونو کې په ډيرښکلي انداز سره د میټایانو او په سترو دیګونو کې د ډول ډول حلالو خوړو نندارې په سلګونو کتونکي ځان ته جلب کړل .
د حلالو خوړو دغه غرمنئ چې له درست برمنګم څخه ورته کورنۍ ورغلي وې ،پر میټایانو او حلالو خوړو سربیره د ماشومانو لپاره یوه وړیا سینما هم په پرانیستي فضا کې برابره وه . په دغه بازارچې کې همداراز د ماشومانو د مشغولولو لپاره د لوبو شیان او د نقاشۍ لپاره وسایل هم کیښودل شوي وو .
پاکستان توکمه ښځه او میړه سید شا او میرمن عالیه رحمي چې په برمنګم کې ئې د پنجابی بازار دخوړو برابرول اداره کوي ، پخپل سټال کې ئې د دومره ډیرو خلکو د شتون تمه نه درلوده . دوي وائي ، مونږ له دغه بازاره دومره پراخ هرکلی نه اټکل کوه . خو ډير زیات ګڼه ګوڼه او دخلکو پکې رش جوړ شوی ؤ .
دوي په عین حال کې خوشال دي او وائي ډيره ښه خبره ده چې دغه شان بازارچې خلک دمونږ له خوړو او فرهنګ سره بلدولی شي او نورو ته اجازه ورکوي چې زمونږ خوندور او رنګ په رنګ خواړه او میټایانې وخوري او خوند ترې واخلی .ډیری هغه خلک چې دغه خواړه ئې خوړلي په راتلونکي کې به زمونږ ګاهکان او مشتریان وي .
ټاکل شوې ده چې دغه بازارچه چې مسلمانانو ورسره ډيره دلچسپي ښودلې د فرورۍ په اوه ویشتمه او د مارچ په دولسمه نیټه به هم نندارې ته وړاندې شي .