ایکنا خبری آژانس راپور راکړ، دایران د اسلامی جمهوریت دقرآن د نړیوالو سیالیو د اته دیرشم پړاؤ د جزئياتو په با ب خبري غونډه به د شنبې په ورځې د سیالیو د ترسره کونکې کمیټې دمشر حمید مجیدي مهر په شتون سره ترسره شي .
ددغه پړاؤ د پروګرامونو دتشریح په خاطر به دغه غونډه به د شنپې په سهارد خیریه چارو او د اوقافو د ادارې په ودانۍ کې ترسره شي .
د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو داته دیرشم پړاؤ پایزه یا نهائي مرحله د کب دمیاشتې له نهمې نيټې څخه د ۲۹هیوادونو د ۶۲ګډون کونکو په مشارکت سره ترسره کیږي.
دغه سیالۍ پرله پسې دوهمه دوره ده چې د کرونائي بحران له امله په ویډیوئي لینک سره ترسره کیږي ،د سیالیو دترسره کیدا ځاي به دهنري حوزې د اندیشه هال وي .