IQNA

د روسیې مسلمانانو د اوکراین دختیځ په باب د ولادیمیر پوتین د فیصلې ملاتړ وکړ

13:47 - February 23, 2022
د خبر لمبر: 3485454
تهران (ایکنا) – د روسیې دمسلمانانو ددیني ټونلې مشر او د ماسکو مفتي د اوکرایّن د ختیځي برخې  لوګانسک انو دونتسک  جمهوریتونو دخپلواکۍ په رسمیّت پيژندنې کې د روسیې د ولسمشر فیصله ، د خلکو د ژ،ند دساتنې ضامن  او روا چاره وبلله .

ایکناخبری اژانس د روسیا الیوم له قوله راپورراکړ، د ماسکو مفتي او د روسیې د مسلمانانو د دیني ټولنې مشر آلبرت کارګانوف  په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی،چې د روسيې مسلمانان اوکراین څخه  د لوګانسک او دونتسک  جمهوریتونو دجلاکیدا موضوع په سمه درک  کوې او ورڅخه هرکلی کوي

  د ماسکو مفتي  ووئيل زه باؤري یم چې د لوهانسک او دونتسک جمهوریّتونو د خپلواکۍ  د په رسمیّت پيژندنې  فیصله روا او غوره ده ، ددغو دوو جمهوریّتونو د په رسمیّت پيژندنې کې د روسیې دریځ  ددې لپاره نه دی،چې چا ته کوم تاوان ورسیږي او بالعکس ددې لپاره ده چې په دونباس کې  خلک خپل ژ،ند له لاسه ورنه کړي .

 دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځې  اعلان کړی،چې ماسکو د لوګانسک او دونتسک ولسي جمهوریتونو خپلواکي په رسمیّت پيژندلې او په کرملین ماڼۍ کې ئې ددغو جمهوریّتونو له مشرانو سره  د دوستۍ او ملګرتیا تړونونه هم لاسلیک کړي دي .

کارګانوف په دوام کې وئيلي دي ،کله خبرې اترې کومې نتیجې ته نه رسیږي ،نو باید فیصله وشي،ځکه  خلک په تمه دي .دغه شان فیصله کول کوم آسان کار نه ؤ،خو د روسیې  د ټولنې ، کارپيژاندو،او د امنیت شورا د نظرپه اساس،د دونباس دخپلواکۍ د په رسمیّت پيژندنې فیصله په نظر کې نیول شوې ده .هغه دې ته په اشارې سره چې روسیې له دې مخکې د کریمه سیمې خپلواکي په رسمیّت پيژندلې وه ،چې ددغه جمهوریت د خلکو ژغورنه ئې ممکنه ده ، زیاته کړې ده ، ما په کریمه کې کوڅه ډبي غلۀ او شوک مار  لیدل  چې  مومنان ، مسیحیان او ارتوډکس ئې   ګواښل .

https://iqna.ir/fa/news/4038291/حمایت-

captcha