ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ د فلسطین دحماس غورځنګ د نړیوالو اړیکو مسئول او د سیاسی دفتر یو مشر موسی ابومرزوق بیګا په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی ، چې دامریکا متحده ایالات ددې جوګه نه دي ، چې له روسیې د مقابلې لپاره دجنګ فیصله وکړي .
هغه په عین حال کې ووئيل امریکا پخپل شیطنت سره نوره هیوادونه پخپلو کې سره جنګولو ته لمسوي او له ځينو سره د مرستو ژمنې کوي ،خو په موقعې ورڅخه شاتګ کوي او دسیمه اونړۍ ئې په دغه خوي او بلاغوښتنې سره تر ډیره حده ترینګلي کړې ده چې له امله ئې خپل اعتبار او اعتماد هم له لاسه ورکړی دی .