ایکناخبري آ ژانس راپور راکړ ، دمصر الازهر هرکال په شعبان میاشت کې دهغو مبلغانو چې پخپلې خوښې سره له مصر ه بهر د تبلیغ لپاره ځي ، په پیل کې یو کتبي امتحان اخلي او وروپسې له هغو کسانو چې په دغه امتحان کې لازمې لمبرې واخلي ، نو بیا ئې د شفاهي ا متحان او ټاکنې لپاره خوښوي او که ټاکونکی پلاوی ئې د اخلاقي اوعلمی وړتیاؤ او صلاحیّت لرونکی وګڼي ، نو دهغه نامه دالازهر دلیړونکو په لیسټ کې شاملیږي . د الازهر داسلامی څيړنو دمرکز عمومی منشي نظیر عیاد ، دالازهر د ټاکونکو کمیټیو په باب په یو لړ څرګندونو کې ووئيل ، ددغو کمیټیو غړي ، د ا لازهر استاذان او علمي شخصیّتونه دي او ددغه امتحان او شفاهي ځوابونو او پوْښتنو ترسه کولو څخه موخه د ا ده چې د تبلیغ لپاره داسې کسان ولیږل شی ، چې لازمې وړتیاوې ولرل شي او په مختلفو چارو کې د الازهر لوړه روده په ښه ډول بیان کړي . هغه دغه راز ووئیل دغه لیږدونکي کسان باید د تسامح ، خبرواترو، دمخالفو لیدتوګې ته داحترام او په اسلام کې اکثریّت ته د احترام او په ټولنو کې د ګډ سوله ایز ژوند په څير موضوعګانې مسلمانانو ته بیان کړي . https://iqna.ir/fa/news/4041446