IQNA

په پاکستان کې د ؛رحمةاللعالمین ؛ملی مرکز فعالیت پیل کړ

16:23 - March 09, 2022
د خبر لمبر: 3485514
تهران (ایکنا) – د پاکستان  رحمةاللعالمین ملی مرکز ، په اسلام اباد کې د دغه هیواد دلومړي وزیر عمران خان په شتون سره کار پیل کړ .

ایکناخبری اژانس رآپور راکړ،د پاکستان لومړي وزیر عمران خان  په دغو دستورو کې د اسلام ددستورانو څخه د پيروۍ اهمیّت ته په اشارې سره ووئيل،له بده مرغه لویدیځ د خپلو تیروتو کړچارونو په دلیل په یوې ګډې وډې لارې سم شوی دی ،په دې توګه چې په لویدیځي  هیوادنو کې د کرونۍ مرکز د دړې وړې کیدا په حال کې دی .

 هغه په پاکستان کې اجتماعي مشکلاتو ته اشاره وکړه او وې وئيل ،که نن سبا په پاکستان کې له اخلاقي مشکلاتو سره مخامخ یوو،نو دلیل ئې له اسلامه لیریوالی  او دمذهبی  باؤرونو د نه پيژندګلوۍ په دلیل دي .

د پاکستان  لومړي وزیر دغه راز ووئيل ، ما کله  چې  د پیغمبر اکرم حضرت محمد (ص) سیرت ، مو په دقت سره مطالعه کړ، نو په خپل باطن کې مو  یو انقلاب احساس کړ .

د پاکستان په پنډۍ ښار کې د ایران د کلتوري خونې د راپور په اساس ، د رحمةاللعالمین مرکز  یو  هغه حکومتي اورګان دی چې  عمران خان په وسیله په ۲۰۲۱کال کې  د اسلامی تعلیماتو د تبلیغ  او څيړنو لپاره  په الهام بخښونکي اکاډمیک بدل شو.

ددغه مرکز د جوړیدا فرمان هم د پآکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي د ۲۰۲۱کال د اکتوبر په څوارلسمه نیټه  ابلاغ کړ .

دغه حکومتي اورګان به له ریښتني اسلام سره د پاکستانیو ځوانانو او زلمیانو د بلدتیا لپاره د نبوي حدیثو او سیرت په باب څیړنې وکړي او له پوهنتوني او اکاډمیک مطرحو مذهبی شخصیّتونو او کارپيژاندو سره مشورې وکړي،څو د پیغمبر اکرم سیرت د پوهنتوني درسي پروګرامونو برخه کړي .

همداراز دغه اورګان  د نړیوالې ټولنې لپاره د اسلامی احکامو د تشریح کولو دنده  هم په غاړه ولری.

وئيل کیږي،چې ددغه حکومتي اورګان مشر د پاکستان لومړی وزیرمنصوبوي او د کمیټې مشورتي پلاوی به په هرو درو میاشتو کې یوځل غونډه جوړوي .

https://iqna.ir/fa/news/4041421

captcha