تهران (ایکنا)- د ملګروملتو سرمنشي آنتو نیوګوتریش د یمن لپاره د مالی مرستو دغونډولو لپاره په یوه ویډیوئي کنفرانس کې ووئیل،د جنګ له امله په یمن کې د لس زره ماشومانو پشمول په لسګونو زره غیرپوځي خلک وژل شوي او په عین حال کې په میلیونونو خلک کډه په سرشوي هم دي ، چې باید هره ورځ د ژوندي پاتیکیدو لپاره مبارزه وکړي .

ایکنا خبری آژانس د العالم له قوله راپور راکړ،انتو نیو ګوتریش پخبلې دغې ویډیوئي وینا کې ووئیل ، دغه وضعیّت له یمن سره د مرستو د مرستو لپاره د بودجې په کمیدا سره بدتر شوی او د خواړو نړیوال پروګرام د بودجې د کمښت په دلیل مجبوره دی چې خوراکي مواد تر نیمه اندازه کم کړي او دا کمیدا به دوام وکړي .
ګوتریش خبرداری ورکړ ، چې په همداوروستیو کې د اته میلیون یمن والو د خوراکي موادو ونډه د بودجې دکمښت په علت ده چې په ځان پسې ډيرې ورانونکي پایلې لري .
د ملګرو ملتو په دوام کې ووئيل ، ممکنه ده په راتلونکو څو اونیو کې دیمن په سترو ښارونو کې کابوڅلور میلیون خلک د څښاک سالمو اوبو ته له لاس رسي محرومیږي .همداراز ممکنه ده د یمن یو میلیون انجونې او ښځې هم پر جنسیّت مشتملو تاؤتریخوالو سره او روغتیائي خدماتو ته له لاس رسي محرومه شي .
ملګروملتو اعلان کړی دی،چې په یمن کې د اولس اعشاریه درې میلون خلکو سره دمرستې لپاره څلور اعشاریه اوویشت میلیون ډالري بودجې ته اړتیا لري .