IQNA

په ملاوي کې ددینونو د استازو ګډه غونډه وشوه

17:43 - March 27, 2022
د خبر لمبر: 3485598
تهران (ایکنا) –د ابراهیمي اوغیر ابراهیمي دینونو یوشمیر استازي  د بشریَت د ژغورونکي  حضرت امام مهدي عجل الله تعالی فرجه  الشریف د پيژندګلوۍ په انګیزې سره   په ملاویا کې د جامعه المصطفی العالمیه  دنمایندګۍ په اسلامی مرکز کې  سره غونډ شول .

 ایکناخبری آژانس راپور  راکړ،د بشریَت د ژغورونکي   او موعود د پيژندګلوۍ علمي او کلتوري ناسته ، پرون  د ملاوی په اسلامی مرکز کې  د ایراهمي او غیر ابراهیمي دینونو د لوړپوړو استازو په شتون سره ترسره شو ه.

په دغې علمي سمینار کې څو میلمنو د  بشریّت دژغورونکي  امام مهدي  په باب خپلې عقیدې او نظرونه بیان کړل .

یوه ستر پادري  آمانوئل جعفر پخپلې وینا کې ووئيل ،  که مونږ وتوانیږو ، مسلمانان او یا مسحیان ووسو ،البته باید  پوهه شو چې دخداي په نزد پخپلو عملونو سره هغه که بد او که ښه ، قضاؤت  کیږو .  مونږ ټول انسان یوو او باید  له یوه بل سره په دوستۍ اومینې سره ژوند وکړو .

په سیمې کې  داهل سنت  یوه دیني عالم شیخ ملووا هم پخپلې وینا کې ووئيل حضرت محمد مصطفی(ص)  ټول د خپل ګاونډي احترام ته  هڅولي او فرمائيلي ئې دي ؛چا چې اسلام منلی دی  او بیا ئې له اسلامه مخ اړولی نو زما ورور نشي کیدلی، خو هغه څوک چې  ځاي مسیحي دی  هغه  ورور دی ::: 

د ملاوي دسالامی مرکز یوه بل استاد الحاج عبدالرشید رشیدو دوست هم پخپلې وینا کې ووئيل،  اسلام  مسلمانان   دنورو د ینونو له  پیروکارو سره  ګډ ژوند ته  هڅوي  او مونږ ته حکم راکوي ، چې  د ګډو مسئلو په باب بحث او خبرې اترې وکړ، هغه مسایل چې  دخداي دعبادت سبب  کیږي ، که څه هم  چې مونږ ټول  هغه کس چې مونږ ټول ئې خپل ژغورونکی  ګڼو .  له هغه چاسره  چې نور ئې منجي په توګه  مني ،  توپیر  لري . .  حضرت عیسی مسیح  یا حضرت امام مهدي  ، هغه څرګند ولی  دی چې  هغه  منجي او ژغورونکی به  دوه نه ،بلکې یو کس وي  ، نو ځکه  په دې دلیل ده چې  امام مهدي (ع) او حضرت عیسی (ع) به پخپلو کې سره ملتیا ولري ، پر دې اساس  ددې یوازینی هدف  د  خلکو نجات دی  او مونږ ټول  ددغې ورځې د تحقق لپاره باید لاس په لاس کې ورکړ و او د راتلو لپاره ئې تیار ووسو .

نمایندگان ادیان و مذاهب در مالاوی گردهم آمدند

https://iqna.ir/fa/news/4045137

captcha