IQNA

الکردستاني،شیعه مرجعیت ته د سپکاوي په وجه ونیول شو

17:06 - March 28, 2022
د خبر لمبر: 3485606
تهران (ایکنا) - د عراق د کردستان سیمې د کورنیو چارو د وزارت ځواکونو د کردستان د ډیموکراټ ګوند غړی نایف الکردستاني، د دیني مراجعو د سپکاوي په وجه ونیوه

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د عراق د کردستان سیمې د ډيموکراټيک  ګوندیو مسئول نایف الکردستاني پرون د غیر عرب دیني مراجعو په هکله یو ډیر جنجالي او له سپکاوي ډک ټویټ خپور کړ چې د شیعه ډلو قهر او غبرګون یې راپارولی دی.

الجزیره ټیلیویژني چینل خبر ورکړی چې د عراق د کردستان سیمې د کورنیو چارو وزارت نن ددغه سپک ټویټ له خپرولو وروسته د نایف الکردستاني د نیولو خبر ورکړ او ویې ویل چې د هغه په حق کښې به قانوني تابیاوې ترسره شي.

دا په داسې حال کښې دي چې له دې مخکښې معترضانو په بغداد کښې د کردستان د ډیموکراټ ګوند په یو مرکز باندې حمله وکړه او هغه یې وسوځوه.

عراقي سرچینو ویلي چې له دغو پيښو وروسته نایف الکردستاني د یو بل ټویټ په خپرولو سره، د مرجعیت په هکله د خپل مخکښني ټویټ څخه بخښنه وغوښتله.

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i114030

captcha