IQNA

 د روسیې او اوکراین  ولسمشران ښائي په ترکیې کې سره وګوري

8:10 - April 03, 2022
د خبر لمبر: 3485636
تهران (ایکنا) - داپه داسې حال کې دی چې   دروسیې او اوکراین مرکچي ټيمونو په وروستیو شپو ورځو کې  لیده کاته تر یوه حده ګران بللي  دي  البته دغه خبرې د ویډیو لینک له لارې  دتیرو کتنو په دوام کې  ترسره  کیږي .  

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ  ، د اوکراین  مرکچي ټيم یوه غړي  ډیویډ آراخامیا   وئیلی  دي ،  چې ممکنه ده دغه لیده کاته په زیات احتمال سره  په ترکیې کې ترسره شي، ځکه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو سره تماس ټینګ کړی  او داسې ښکاري چې  دواړه لوري په نزدې راتلونکی  کې د لیدو کاتو لپاره تیار شوي دي .

هغه وئيلی دي ،ددغې کتنې وخت  او ځاي تردې دمه مشخص شوی نه دی .

داپه داسې حال کې دی چې   دروسیې او اوکراین مرکچي ټيمونو په وروستیو شپو ورځو کې  لیده کاته تر یوه حده ګران بللي  دي  البته دغه خبرې د ویډیو لینک له لارې  دتیرو کتنو په دوام کې  ترسره  کیږي .  

 

captcha