ایکناخبری آژآنس د لیبریشن ابزرور له قوله راپور راکړ ،دا لومړی ځل دی چې په لیبریا کې د مشترکو زده کونکو یا تلفیقي ښونځيو زده کونکو ته اجازت ورکړی دی چې سکارف او حجاب دې ولرل شي .
د جارج وه آ حکومت دغه اقدام ، د اسلامی ټولنې دمشرانو له خوا له څو کلنو دباؤنو وروسته ترسره کیږی چې د مسیحي چټیانو سره په پرتل کې د روژې د مبارکې میاشتې په پاي کې د کوچني اختر د نه احترام په باب دی .
په راپور کې وئيیل شوي دي ،د جارج وه آ حکومت په ۲۰۱۹کال کې همداراز د لیبریا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره اجازت ورکړڅو د نیکمرغه کوچني اختردې ولمانځي .
ددغه حکومت په بل اقدام کې د مسلمانانو له ټولنې سره د اړونده مسئلوپه باب د ولسمشرسره د مشورې او د دوو مسیحي سلاکارانو ترڅنګ د خدمت لپاره دهیواد د مسلمانانو ددیني لومړني رسمي سلاکار په توګه د عثمان تی جالو منصوبیدا ده .
د لیبریا د ۲۰۰۸کال د رسمي سرشمیرنې په اساس،په دغه هیواد کې د مسیحیانو آبادي ۸۵.۶ فیصده ده، دولس اعشاریه دوه فیصده آبادي مسلمانان دي ، یو اعشاریه څلور فیصدي خل ادعا کوي چې هیڅ دین نه لري ، اعشاریه شپږ فیصده هم د ځاي دینی اعتقاداتو پيروکار دي او له یو فیصده کمه نوره ابادي ه د هنواو ،سیکانو او بودایانو په څير دنوره دینی ډلې ټپلې دي .
د لیبریا ټوله آبادي کابو درې اعشاریه پنځه میلیون نفوسه ده .