د روایتونو په اساس ،هرڅوک د سحری یا پشلمي په وخت له خوبه ویښ شي ،له دې پرته چې له چا سره خبرې وکړي ،که وضووکړي او دوه رکعته لمونځ وکړي،نو د هغه تر شا دوه صفه فرښتې دریږي او ورپسې د جمې لمونځ ادا کوي. د هغه چا لپاره چې غواړي روژه وساتي مستحب ده چې د پشلمی دخوړولو لباره پاڅي اوخوړه وخوری،که څه هم یوازې یو خرما وي او په روژې مبارکې میاشتې کې پرې ډيرټينګار شوی دی .
د پيغمبراکرم له قوله وئیل شوي دي چې فرمائي ؛د پشلمي په وخت څه شی خوړل د برکت سبب دي .
په یوه بل حدیث کې هم نقل شوي دي ،زما امت دې هیڅکله هم پشلمی له لاسه ورنکړي ،که څه هم د یوه خرما تر خوړلو حده هم وي . او دغه راز په یوه بل حدیث کې هم د اسلام ګران پيغمبر (ص)فرمائي؛دسحري په وخت خوراک وکړئ که د ابو یو غوړپ هم ولې نه وي . بیا فرمائي د سحري په خوړولو سره د روژې د ساتلو لپاره ځان پياوړی کړئ او له قیلوله خوب یعني په نیمه ورځ خوب څخه د شپې د ژوندي کولو لپاره استفاده و کړئ.
حضرت امام علی علیه السلام د رسول الله بزرګوار له قوله روایت کړي دي ، چې فرمائی ؛خداوندمنان او فرښتې په هغو کسانو چې د سحري په وخت استغفار کوي ، درود استوي ،نو سحری وخورئ، که څه هم یوازې د اوبو شربت وي .
حضرت امام جعفرصادق علیه السلام فرمائي؛تر ټولو ښه وخت چې پکې خداي تعالی په درګاه کې فریاد کوي ، سحر وختی دی ، لکه څنګه چې د قرآن کریم د الذاریات سورې په اتلسم آیت کې خداي تعالی فرمائي؛ وبالاسحارهم یستغفرون ؛مومنان د سحر په وخت مغفرت وغواړي .
https://iqna.ir/fa/news/3895727/