ایکناخبری آژانس د المیادین له قوله راپور راکړ، دغه فلسطینی حاجی د حج عمرې دمناسکو دادا کولو په وخت د الاقصی جومات د آزادۍ لپاره دعا وکړه او په هغه ځاي کې موجودو نورو حاجیانو ورپسې آمین ووئیل، چې د آل سعود رژيم امنیتی مامورانو ونیو او نامعلوم ځاي ته منتقل کړ. په دغه شان تورونو نیولل په عربستان کې بې مخینې دي .
هغه حاجیان هم چې ددغې دعا په ځواب کې ئې امین وئیلي ،امنیتی مامورانو ونیول او وې پلټل او حتی هغه ماشومان چې ددغې دعا په ځواب کې ئې آمین وئيلي وو ، هغه هم ونیول او وپلټل شول .
د خبر ورکونکو خبری سرچینو په وینا که څه هم هغه نور حاجیان چې نیو شوي وو،بیرته خوشي شوی ،خو د فلسطین دعمرې اداکونکی چې د الاقصی جومات د آزادۍلپاره ئې دعا کړې،په پنځو ورځو بند محکوم شوی دی .
باید ووئيل شي چې له وحشي او تیریګر صهونیسټي رژيم سره د ځينو عربو هیوادونو د اړیکو د عادي کولو په دسیسې کې دعربستان رول له هیچا پټ نه دی او هغه ورځ هم لیرې نه ښکاري چې آل سعود رژيم به پخپله هم له دغه وحشي او ماشوم وژونکي رژيم سره خپلې اړیکې هم عادي کړي .