زمونږخبریال د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د روژې د مبارکې مياشتې وروستۍ جمعه د ايران د اسلامي جمهوريت د د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمېني (رح) په نوښت سره د قدس د نړيوالې ورځې په عنوان سره نومولې شوې ده چې په دې موقع د نړۍپه ګوټ ګوټ کښې د قدس د نيواکګر صهيونېسټ رژيم له قبضې د مسلمانانو د وړومبنۍ قبلې او فلسطين هېواد د ازادولو لپاره او د صهيونېسټ رژيم او د هغه د ملاتړو په خلاف احتجاجي لاريونونه جوړيږي.
د تهران د جُمعې د نمانځه موقته امام آيت ا... سيد احمد خاتمي د قدس د نړيوالې ورځ او په دغه ورځ د شاندارو لاريونونو د جوړېدو په درشل کښې وويل: د راتلونکې جُمعې په ورځ په ايران کښې د کورونا د خپرېدو په وجه د قدس د نړيوالې ورځې د مراسمو له دوو کلونو تعطيلۍ وروسته وړومبنے لاريون جوړيږي او بې له شکه چې دا يو نېک کار او د خداے پاک د رضا او خوښۍ عمل دے.
هغه د دې په بيانولو سره چې هر يو داسې ګام چې دښمن ته پرې قهر ورځي صالح عمل دے او د قدس د نړيوالې ورځې د لاريون ګامونه يو خاص اهميت لري وويل، د مسجدالاقصی صهيونېسټ کول، د نړۍ د مسلمانانو له ړومبنۍ قبلې څخه د فلسطينيانو شړل او هلته کښې د صهيونېسټي ښارګيو د اوسېدونکو مېشته کول يوه لويه دسيسه ده او پکار دے د قدس د نړيوالې ورځې په موقع د اسرائيل مرده باد او نيواکګرۍ سره د مخالفت نعرې اوچتې شي.
آيت ا... خاتمي واضحه کړه، صهيونېسټ رژيم دا هيله لرله چې د سيمې د ځينو عربو هېوادونو به سازباز سره به په نيواکي زمکو کښې ارامښت ټينګ شي خو فلسطينيانو په خپلو شهادت غوښتونکو عملياتو سره د صهيونېسټ رژيم دسيسې ناکامې کړې.
د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب همدارنګ په سوئيډن کښې د قرآن مجيد په اړه ګستاخانه چلند او د بيان د ازادۍ په بهانه له دغه ګستاخانه او جاهلانه چلند څخه د دغه هېواد د حکومت او پوليسو ملاتړ ته په اشارې سره زياته کړه، له دوو ميليارډو زيات مسلمانانو د مقدساتو توهين د بيان ازادينه د او د دغو بې وقوفانه حرکاتو دوام به د اروپائي حکومتونو د ضرر سبب شي.
هغه د افغانستان د وروستيو واقعاتو په باره کښې هم وويل: په دغه هېواد کښې ترهه ګريزې چاودنې دردؤنکې دي او د طالبانود موقته حکومت ذمه واري ده چې د دغه هېواد د خلقو امنيت ټينګ کړي.