IQNA

11:10 - April 27, 2022
د خبر لمبر: 3485725

د پاکستان وزیراعظم په وړومبني بهرني سفر کښې عربستان ته ځي

تهران (ایکنا) -د پاکستان نوی وزیراعظم شهباز شریف به په خپل وړومبني بهرني سفر کښې سبا پنجشنبه سعودي عربستان ته لاړ شي

د پاکستان وزیراعظم په وړومبني بهرني سفر کښې عربستان ته ځي

پاکستاني رسنیو لیکلي دي چې شهباز شریف به په دې سفر کښې د عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره ملاقات وکړي او ورڅخه به ۵ میلیارډ ډالرو ته د ۳ میلیارډ ډالري پور د زیاتیدو او د تیلو د پاتې پیسو د ستنولو د وخت د زیاتولو غوښتنه وکړه.
د دواړو هیوادونو چارواکي به هم داشان په افغانستان کښې د صلحې او امنیت د ټینګولو لپاره په خپلو کښې خبرې اترې وکړي.

https://parstoday.com

captcha