IQNA

د فلسطین ولس له مظلومیت سره سره پیاوړی دی

11:19 - April 27, 2022
د خبر لمبر: 3485726
تهران (ایکنا) -د اسلامي انقلاب معظم رهبر: د قدس ورځ د فلسطین له مظلوم خلکو سره د یوزړه توب او پیوستون د اعلانولو او ورته د روحيې ورکولو لپاره یو مناسب فرصت دی

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د فلسطین ولس په عین مظلومیت کښې مقتدر او پیاوړی وباله او د فلسطیني ځوانانو سرشیندنې او اودریدنې ته په اشارې سره چې د فلسطین مسئله هیریدو ته نه پریږدي، زیاته کړه: د قدس ورځ د فلسطین له مظلوم خلکو سره د یوزړه توب او پیوستون د اعلانولو او ورته د روحيې ورکولو لپاره یو مناسب فرصت دی.
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي پرون مازیګر د سلهاؤ محصلینو او د هغوي د تشکلونو په کتنه کښې، د قدس د نړیوالې ورځې رانزدې کیدو ته په اشارې سره سږ کال دغه ورځ د تیرو کلونو په پرتله بدله وبلله او ویې ویل: د فلسطین خلک او ځوانان سترې سرشیندنې کوي او صهیونیسټي رژیم ډیر رذالت او جنایت ته لاس اچولی دی او هر څه چې یې زړه غواړي، ترسره کوي یې او امریکا او اروپا هم ورڅخه ملاتړ کوي.
دوي د فلسطین په هکله د اسلامي حکومتونو په کړچار باندې هم په سختې نیوکې سره وویل: له بده مرغه اسلامي حکومتونه ډیر بد عمل کوي او حتی د فلسطین په موضوع خبرو کولو ته هم غاړه نه ږدي او ځیني په کښې فکر کوي چې له فلسطین سره د مرستې لاره له صهیونیسټانو سره اړیکه ټینګول دي حال دا چې دا ستره تیروتنه ده.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود څلویښت کاله مخکښې د مصر د حکومت له خوا دغې سترې تیروتنې او له صهیونیسټانو سره یې اړیکې ټینګولو ته په اشارې سره زیاته کړه: آیا له صهیونیسټي رژیم سره د مصر د اړیکو ټینګول د فلسطیني ولس خلاف د صهیونیسټانو د جنایتونو او د مسجدالاقصی د سپکاوي د کمیدو سبب شو چې اوس لا ځیني نور اسلامي حکومتونه غواړي هم هغه د انور سادات غلطي تکرار کړي؟
حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د اړیکو ټینګول به د صهیونیسټي رژیم لپاره هم هیڅ ګټه ونه لري، وویل: هیله ده چې د خدای تعالی په مهربانۍ سره د فلسطین انجام په خیر او خوشالۍ سره سر ته ورسي او په خپلې خاورې او مسجدالاقصی باندې د فلسطینیانو تسلط عملي شي.
معظم رهبر (سوچه اسلام ته ستنیدل او د تحجر او جهل ردول) او (د فلسطین موضوع) د اسلامي انقلاب یوه ځانګړنه وبلله او ویې فرمایل: هویت ختمونه او آرمان ختمونه هغه دوه اندیښنې دي چې باید په وړاندې یې هوښیار ووسو خو دا چې کوم کسان د هویت ختمونې، آرمان ختمونې او خپلواکي ختمونې په لټه کښې دي او تر کومه حده کامیاب او یا ناکامه شوي دي، د پوهنتونوالو او نظر خاوندانو دنده ده.
هغوي د تیر وخت په پرتله اوس د دغو اندیښنو د ډیر زیات اهمیت په بیانولو کښې زیاته کړه: نن سبا نړۍ د یو نوي نړیوال نظم په درشل ولاړه ده چې دا نظم د نړۍ د دوه قطبي نظم له پړاؤ او د یو قطبي نړۍ د نظم د نظریې له رامینځته کیدو وروسته په رامینځته کیدو دی چې البته په دې پړاؤ کښې امریکا ورځ تر بلې کمزورې شوې ده.
معظم رهبر زیاته کړه: د یوکراین د جنګ وروستۍ پیښې باید په لا ژوره توګه او د نوي نړیوال نظر د بڼه نیولو په چوکاټ کښې ولیدې شي چې احتمالاُ ورپسې به ډیر ګران او پيچلي بهیرونه رامینځته شي چې په دا شان نویو او پيچلو حالاتو کښې د اسلامي ایران په شمول د ټولو هیوادونو دنده د هیواد د امنیت او ګټو د تامینولو او له څنګته کیدو د مخنیوي په موخه په دې نوي نظم کښې هارډ ویري او سافټ ویري شتون دی.
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ چې د یوې داسې سترې دندې د ترسره کولو ترټولو زیات مسئولیت د محصلینو او پوهنتوالو په غاړه دی او په هم دې بنیاد اوس د پوهنتونونو په هکله اندیښنه او فکر څو چنده اهمیت پیدا کوي.

https://parstoday.com

captcha