IQNA

د یهودي ښارګوتو اوسېدونکې په الاقصی جومات باندې د برید لپاره عمومي بلنه ورکړې

16:16 - April 28, 2022
د خبر لمبر: 3485728
تهران (ایکنا) - په نیواکې فلسطین کې د یهودي ښارګوتو اوسېدونکي په الاقصی جومات او په فلسطینیانو باندې برید لپاره عمومي بلنه ورکړې ده.

د رمضان د مبارکې میاشتې له پیل څخه را په دې خوا د الاقصی په جومات او د فلسطین په مختلفو سیمو باندې د اسرائیلي رژیم د وحشي ځواکونو او د یهودي ښارګوتو د اوسېدونکو د بریدونو د امله په سلګونو فلسطینیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د سلیمان د هیکل په نامه صهیونیستي ډلي ټپلي چي د بیرغ د لاریون لپاره یې هڅې ناکامي شوې اوس یې له صهیونیستي ښارګوټو له اوسېدونکو غوښتې دي چي په الاقصی جومات او په لمونځ کوونکو باندې یرغل وکړي.

صهیونیستان په نظر کې لري چي روانې میاشتې په ۱۵ باندې له سهاره تر ماځیګر پوري په الاقصی جومات برید وکړي.

په داسي حال کې چي اسرائیلي ځواکونه الاقصی جومات ته د لمونځ کوونکو په ورتګ بندیز لګولی و لیکن د احیا په مراسمو کې تر ۲۵۰ زره زیات کسان ګډون کړي وه.

parstoday

captcha