
ایکنا خبري اژانس د الجزیرې ټیلي ويژن په قول وویل د سویډن پولیسو د کارګرانو له نړیوالې ورځې سره په یووخت د مي د میاشتې په لومړۍ(۱) نیټه د قران کریم د سوځولو لپاره د مظاهرو د ترسره کولو په لړ کښې د ډانمارک د سرزوري ښي پال ګوند د مشر راسموس پالودان غوښتنه رد کړه .
د سویډن د پولیسو په شتون سره د قران کریم په سوځولو کښې د راسموس پالودان د تیرې میاشتې اقدام د سویډن د مسلمانانو له غصې او د اسلامي ګوندونو او د هیوادونو لخوا له پراخې غندنې سره مخامخ شو .
د راسموس پالودان په نوي غوښتنې کښې په قران کریم باندې د وینې اچول او د سویډن په پلازمینې اسټکهلم کښې په یوې کوڅې او په اوپسالا ښار کښې چې هلته زیات مسلمانان وسیږي د قران سوځول وو .
د سویډن پولیسو پرون وویل په هغو مظاهرو کښې چې راسموس پالودان به یې ترسره کړي د عمومي نظم د ساتلو د ستونزې په دلیل پالودان ته د عمومي غونډو د ترسره کولو هیڅ اجازه نه ورکوي .
د سویډڼ ټیلي ويژن ویلي دي پولیس دې نتیجې ته رسیدلي دي چې د قران کریم د سوځولو په هدف سره د مظاهرو له ترسره کیدا سره موافقت ونکړي .
د سویډن پولیسو وویل دغه بندیز د پالودان د مظاهرو له کبله تاوتریخوالي ته په پام سره ترسره شو ، په تیره بیا دا چې دغه مظاهرې غیر دوستانه دي او د نښتو او له تاوتریخوالي د ډکو کارونو سبب ګرځي کوم چې امنیت ته ګواښ کوي .
راسموس پالودان په تیرې چهارشنبې ورځ هم د سویډن په بوراس ښار کښې د مظاهرو اجازه ترلاسه نکړه .
د سویډن د ټرولهټان او د اوربرو ښارونو پولیسو هم د پالودان د مظاهرې له ترسره کیدا سره مخالفت وکړ .
پالودان په قصدي ډول په روژې مبارکې میاشت کښې مسلمان میشته کوڅو او جوماتونو ته نږدې د مسلمانانو پرضد د لسمونکو اقداماتو د ترسره کولو کوشش کوي .
راسموس پالودان د ډانمارک او سویډن یو (۱)سیاستوال او وکیل دی او د یوې سرزوري ډلې مشر دی چې په دوه زره اولسم (۲۰۱۷) میلادي کال کښې جوړه شوه .
راسموس پالودان په دوه زره شلم(۲۰۲۰) میلادي کال کښې د سویډن تابعیت ترلاسه کړ او هغه له اسلام او مهاجرینو سره په مخالفت او جنګ کولو مشهور دی او هغه د قانون د خلاف ورزیو په دلیل تراوسه په ډانمارک کښې په ځلونو محاکمه شوی دی .
راسموس د سویډن په بیلابیلو ښارونو کښې د قران کریم د سوځولو ټورونه پیل کړي وو .
هغه په هر ښار کښې د مسلمانو مهاجرو کوڅو ته ورځي او هلته قران کریم سوځوي .
راسموس پالودان له مسلمانانو د ډانمارک په خالي کولو او په ډانمارک کښې په اسلام د بندیز په شعار سره د ډانمارک د دوه زره نولسم(۲۰۱۹) میلادي کال په انتخاباتو کښې کاندید شوی و خو ماتي یې خوړلي وه .