IQNA

صهیونیسټ رژیم د قدرت ټولې مولفې له لاسه ورکړي دي

13:36 - May 01, 2022
د خبر لمبر: 3485736
تهران ( ایکنا)د ایران د اسلامي کلتور او ارشاد وزیر محمد مهدي اسماعیلي وویل غاصب صهیونیسټ رژيم په تیرو کلونو کښې حتی د رسنیو په حوزې کښې د خپل قدرت ټولې مولفې له لاسه ورکړي دي .

هغه پرون په تهران پوهنتون کښې د ایران او د  خارجی متفکرانو په ویناګانو سره د «القدس هی المحور» په نوم سره د فلسطین د نړیوالو او داخلي فعالانو په غونډې کښې د صهیونیسټ رژیم د مخ په زوالیدا حالت ته اشارې سره وویل په داسې حال کښې چې د صهیونیسټ رژيم پوځ په نولس سوه دوه اتیایم (۱۹۸۲) میلادي کال کښې بیروت نیولی و خو همدلته د دغه نیواکګر رژیم د راتلونکو ماتیو پیلیدل وو او تراوسه څلویښت (۴۰) کلونه کیږي چې صهیونیسټ رژیم نه دی توانیدلی په سیمه کښې په هیڅ ستر میدان کښې بریالی شي په دې ډول چې په دوه زرم (۲۰۰۰) میلادي کال کښې بریالی شو د لبنان له جنوب څخه شاتګ وکړي .

اسماعیلي ډاګینه کړه نن سبا صهیونیسټ رژیم حتی په تل اویو او  حیفا کښې  هم امنیت نلري چې بې شکه دغه مسله د لبنان د حزب الله غورځنګ او د مقاومت د ځواکونو له لوړ قدرت څخه سرچینه اخلي .

د ایران د اسلامي کلتور او ارشاد وزیر محمد مهدي اسماعیلي په دې خبرې سره چې صهیونیسټ رژیم په خپلو ترهګرو هدفونو کښې ناکامه پاتی دی او حزب الله او مقاومت ډلې بره لاس لري وویل د پام وړ ټکی دا دی چې د رسنیو د جنګ د فضا حقیقت هم د مقاومت په ګټه بدل شوی دی .

captcha