IQNA

په ځینو هیوادونو کښې سبا کوچنی اختر دی

16:04 - May 02, 2022
د خبر لمبر: 3485742
تهران(ایکنا)په داسې حال کښې چې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښودحضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د میاشتې د لیدو کمیټۍ بیګا وویل چې د شوال یعني د کوچني اختر میاشت ونه لیدل شوه نن دوشنبه ورځ روژې میاشتې دیرشمه(۳۰) نیټه ده او سبا سه شنبې ورځ په ایران کښې کوچنی اختر دی.

د عراق د شیعه مسلمانانو د تقلید مرجع ایت الله سیستاني ، د لبنان د شیعه مسلمانانو لوړې شورا او دغه راز پاکستان ، بنګلادیش او هندوستان هم په دې خبرې سره چې د کوچني اختر میاشت نه ده لیدل شوي نن اخري روژه ده او سبا کوچنی اختر دی .
ایکنا خبري اژانس د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت تاسو ټولو لوستونکو ته د زړه له کومې مبارکي وايي.

captcha