د قران کریم دغه نندرتون د سعودي عربستان د نندرتونونو د کمیټۍ په زیار او د باچا فهد د قران د چاپولو د مرکز په ملګرتیا سره د مکې په فور پواینټس شیراټون (four points sheraton) هوټل کښې ترسره شوی او د سهار له نهو (۹)بجو څخه د ورځې تر یوې(۱) بجې پورې خلک د کتو لپاره ورتللی شي .
په روژې مبارکې میاشت کښې د قران کریم د دغه نندرتون د پرانیستلو له وخت راهسې تر دولسو(۱۲) ورځو پورې د عربستان د ټولنې بیلابیلو ډلو او ښځو او سړیو په شمول څه د پاسه څلویښت زره (۴۰۰۰۰) کسانو د دغه نندرتون کتنه کړي ده .
د قران کریم د دغه نندرتون ټیلي ويژن پاڼې په مدینې کښې د باچا فهد د قران د چاپ او د نشر د مرکز د جوړیدا پړاونه او په دغه مرکز کښې د قران د چاپیدا مرحلې نندرې ته وړاندې کوي او د قران مجید د دغه نندرتون چارواکي کتونکو ته د هرکلي په ترڅ کښې هر یوه کتونکي ته یو(۱) یو(۱) قران مجید هدیه کوي .
د قران کریم دغه د نړۍ په بیلابیلو ژبو او روایتونو کښې د قران کریم نسخې د خلکو د لیدو لپاره وړاندې کوي چې کتونکي د بریل قران د چاپ په شمول په بیلابیلو زمینو کښې د دغه مرکز له اثارو سره بلد شي .
https://iqna.ir/fa/news/4054484