IQNA

ابوظهبۍ کښې د اسلامي وحدت د فرصتونو او چیلجونو کانفرنس جوړیږي

15:13 - May 07, 2022
د خبر لمبر: 3485764
ابوظهبۍ کښې د اسلامي وحدت د فرصتونو او چیلجونو کانفرنس جوړیږي
تهران (ایکنا) ـ د مسلمانو ټولنو نړیوالې شورا (TWMCC) د اسلامي وحدت د فرصتونو او د چیلنجونو د موضوع په اړه د بحث لپاره د څه د پاسه یوسلو پنځوسو (۱۵۰) هیوادونو د استازیو په ګډون سره نړیوال کانفرنس ترسره کوي .

ایکنا خبري اژانس د  متحده عربي اماراتو د وام خبري اژانس په قول وویل دغه کانفرنس د ابوظهبۍ د ملي نندرتون په مرکز (ADNEC) کښې ترسره کیږي .

د مسلمانو ټولنې د نړیوالې شورا (TWMCC) مشر علي رشید النعیمي په یوې وینا کښې د دغه کانفرنس د ترسره کیدا د خبر په اعلانولو سره وویل د اسلامي وحدت موضوع تل یوه مهمه موضوع ده چې مسلمانو متفکرانو له شلمې  (۲۰) پیړۍ څخه په هغې غور کړی دی او په نوي وخت کښې د استعمار ضد غورځنګونو په څرګندیدا سره یې نور پام ځان ته جلب کړی دی .

هغه زیاته کړه اسلامي وحدت مخکښ تمدن رامینځته کړی دی  چې د بشریت له پرمختګ سره یې مرسته کړي ده او د اسلامي دنیا ټولنیز او کلتوري وحدت یې رامینځته کړي دی او اسلامي دنیا د علم ، د هنر د ادبیاتو د فلسفې د معمارۍ د نجومو د ریاضیاتو، د طب او د موسیقۍ په ډګرونو کښې ستر ګامونه پورته کړي دي .

دغه نړیوال کانفرنس به د اسلامي وحدت ، مفهوهم ، فرصتونو او چیلنجونو په شعار سره د روانې مي میاشتې په اتمه او نهمه نیټه په ابوظهبۍ کښې وشي .

https://iqna.ir/fa/news/4055082

captcha