IQNA

عربستان د حاجیانو د واکسین په هکله شرطونه کیښودلي

14:16 - May 08, 2022
د خبر لمبر: 3485769
تهران ( ایکنا)- د سعودي عربستان د حج او د عمرې وزارت وویل د روان کال د حج د فریضې د زیارتوالو د نومونو د ثبتولو لپاره اصلي شرطونه د دغه هیواد په تائید وړ کورونا واکسینونو سره د کورونا واکسینونو وهل دي .

ایکنا خبري اژانس د العربیه ټیلي ویژن په قول وویل د سعودي عربستان د حج وزارت په یوه(۱) پیغام کښې وویل د څوارلس سوه درې څلویښتم (۱۴۴۳)هجري قمري کال د حج زیارتوال باید په کورونا ویروس باندې د ککړیدا د مخنیوي لپاره خپل واکسینونه باید د سعودي عربستان د روغتیا وزارت په تائید وړ واکسینونه سره بشپړه کړي وي .

د سعودي عربستان د حج او د عمرې وزارت دغه راز وویل د عمرې موسم د هغو کسانو لپاره چې له خارجي هیوادونو څخه د عمرې په ویزې سره راځي د شوال د میاشتې په دیرشمه(۳۰) یعني د غبرګولي د میاشتې په یولسمه(۱۱) نیټه پاې ته رسیږي .

د ایران د حج او د عمرې ادارې مشر حسیني  هم تیره ورځ په یوه() خبري کانفرنس کښې ټینګار وکړ چې د څوارلس سوه لومړي (۱۴۰۱) هجري لمریز کال د حج تمتع لپاره د نومونو لیکل له نن یکشنبې ورځې څخه پیلیږي د زیارتوالو لپاره د سعودي عربستان درې (۳) شرطونه اعلان کړل .

حسیني د حج تمتع لپاره د سعودي عربستان د عمرې شرط ته په اشارې سره چې له پینځوشپیتو (۶۵) کلونو څخه کم ټاکل شوی دی یادونه وکړه د اینټرنیټ سیسټم په طبیعي ډول د هغو کسانو چې عمرونه یې له پینځه شپیتو (۶۵) کلونو زیات دي نومونه نه ثبتوي .

حسیني د حج تمتع لپاره د سعودي عربستان د حکومت شرط د کورونا ضد واکسین وهل اعلان کړ او ویې ویل عربستان د حج لپاره د لسو (۱۰) واکسینونو اجازه ورکړي ده چې پکښې اسټرا زنیکا او سینوفارم واکسینونه شامل دي او زیارتوالو باید دوه(۲) ډوزه واکسین وهلي وي .

حسیني په حج کښې د سعودي عربستان دریم (۳) شرط ته په اشارې سره وویل زیارتوال باید عربستان ته له ورتلو دوه اویا (۷۲) ساعته مخکې د کورونا ازموینه یعني پي سي ار (PCR)ازمایش ترسره کړی  وي او د هغه منفي ځواب ورسره وي .

مونږ هیله من یوو چې ټول زیارتوال سالم وي او حج او عمره وکړي .

4055346

بچوې: حج ، عربستان ، عمره
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
captcha