د قران کریم د تلاوت کولو په وخت اخیستل شوی دی د ورتل القران ترتیلا د عکس د نړیوالې سیالۍ لومړی مقام ترلاسه کړ.
ایکنا خبري اژانس د مصر د الیوم ورځپاڼې په قول وویل د ورتل القران ترتیلا نړیوالې سیالۍ د دغو سیالیو د دوهم پړاو د غوره کسانو نومونه اعلان کړل چې پکښې د مصر هیواد خبریال او عکاس اسلام فاروق د قران کریم د قرائت د جایزې د برخې لومړی مقام ترلاسه کړ.
اسلام فاروق دغه جایزه د مصر د یوه عسکر د عکس د اخیستلو په وجه ترلاسه کړه کوم چې د مصر په یوې پوځي اډې کښې په یوې پوستې کښې د دندې په وخت په یوه زغر ګاډي ولاړ دی اړ د قران مجید تلاوت کوي.
دغه عکس د ۲۰۱۳ میلادي کال د جولاۍ د میاشتې په ۱۹ نیټه د مصر الاهرام ورځپاڼې خپور کړی و.
دغه سیالۍ د «عالم التصویر الفوتوغرافی»(دنیای عکاسی)لخوا منظمه شوي او څارل کیږي او د دریو هیوادونو جيوریسټان د عکسونو په انتخابولو کښې ونډه لري.
دغه جایزه د ټولې نړۍ د خبریالانو لپاره دغه فرصت برابروي چې په دغه سیالۍ کښې ګډون وکړي.
په دغه سیالۍ کښې تر ټولو ښه ګډون کونکو ته د سپینو زرو دوه او د زیړو دوه ډیپلم او څلور افتخاري ډيپلومونه ډالۍ کیږي.
دغه سیالۍ د مي د میاشتې په ۱۴ نیټه پاې ته ورسیدله او پکښې مصر، امریکا، سعودي عربستان، الجزایر، مراکش،متحده عربي اماراتو،اردن،عراق او ترکیې ګډون درلود.