
د نړۍ د شیعه مسلمانانو او د سني مسلمانانو د وحدت د ساتلو غوښتنه وکړه کوم چې د انګلستان په سینما هالونو کښې نندرې ته د وړاندې کیدا په حال کښی دی.
ایکنا خبري اژانس د لندن د بشري حقوقو د ټولنې د اطلاعاتو د مرکز په قول وویل د بشري حقوقو دغه ټولنې په یوې خبر پاڼه کښې وویل په بریتانیا کښې دیره مسلمانان باید د بانوی بهشت له جنجالي فیلم سره د مخالفت کولو لپاره چې د دغه هیواد په سینماګانو کښې نندرې ته د وړاندې کیدا په حال کښې دی متحد شي.
په دغه بیانیې کښې زیاته شوي ده دغه فیلم د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د میرمنو په شمول د اسلام په سرکینیو یعني صدر اسلام کښې د مسلمانانو د مشهورو شخصیتونو په سپکاوي کولو سره یو ښکاره لمسول او په اسلامي امت کښې د تفرقې او د اختلاف د رامینځته کولو لپاره شرمونکي هڅه ده.
دغه بیانیې د فیلم لیکوال یاسر الحبیب یو نفرت رامینځته کوونکی کس بللی دی کوم چې له نفرت څخه د ډکو فرقه اي روایتونو د دودولو په وجه په کویت کښې زنداني شوی و.
د نړۍ شیعه مسلمانانو او سني مسلمانانو د یاسر الحبیب لیدتوګي او فعالیتونه په کلکه غندلي دي او د هغه مالي سرچینې او ملاتړي یې تر پوښتنې لاندې وروستلي دي.
د تیر کال په جنورۍ میاشت کښې په بریتانیا کښې شیعه علماو له بانو بهشت فیلم سره خپل مخالفت وکړ او ویې ویل هر هغه شی چې د مسلمانانو ترمینځ د تاوتریخوالي او د تفرقې د رامینځته کیدا سبب شي د هغوې د اعتقاداتو استازی دی .
په بریتانیا کښې د دغه فیلم نندرې ته د وړاندې کیدا له پیلیدا راهسې دغه فیلم د دغه هیواد مسلمانانو له پراخو اعتراضونو سره مخامخ شوی دی.