
د سپکاوي پرضد د اسلامي هیوادونو د واحد او یوهیړ د غوره کولو غوښتنه وکړه.
ایکنا خبري اژانس وايي؛د مسلمانو علماو نړیوالې ټولنې په دغه بیانیې کښې چې یوه نسخه یې ایکنا خبري اژانس ته ورکړل شوي ده د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د شخصیت په دفاع کولو ټینګار وکړ او هغه یې یوه شرعي دنده وبلله.
په دغه بیانیې کښې چې د مسلمانو د علماو ټولنې مشر احمد الریسوني او د هغه سرمنشي علي قره داغي لاسلیک کړي ده له اسلامي ملګرتیا موسسې غوښتي دي چې د مشرانو د کانفرنس په جوړولو سره د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د سپکاوي په هکله ضروري اقدامات ترسره کړي او د دیني او د اسلامي سپيڅلتیاو د سپکاوي او مسخره کولو د مخنیوي لپاره یو قانون تصویب کړي.
په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي هغه څه چې د هندوستان واکمن بهاراتیا جاناتا توکمپال ګوند یې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم او د مسلمانانو او د اسلامي تمدن د جرړه د ایستلو لپاره ترسره کوي شرمونکی جنایت دی چې ټول خلک یې باید وغندي.
په دغه خبر پاڼه کښې ویل شوي دي چې د مسلمانو علماو نړیواله ټولنه په سخت خپګان او اندیښنې سره هغه څه چې په هندوستان کښې د رامینځته کیدا په حال کښې دي تعقیبوي؛ د هغو غمیزو چې په میانمار کښې د روهینګیا د وروڼو پرضد ترسره کیږي او هغه څه چې هندو توکمپال ګوند بي جی پي یې د کشمیر د مسلمانانو او د هندوستان په نورو صوبو کښې او د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم او د ام المومنین عایشه رضی الله عنها پرضد ترسره کوي مخنیوی وکړي.