IQNA

د قران د څلورم ملي او نړیوال فیسټیوال جزیات بیان شول

17:40 - June 08, 2022
د خبر لمبر: 3485863
تهران(ایکنا)- د قران کریم د مشکات د نړیوالو سیالیو د دوهم پړاو

 او د عمومي سیالیو د څلورم پړاو د اړخونو د تشریحولو او د جمع بندیو خبري کانفرنس د قراني مشکات موسسې د عامل مدیر حجت الاسلام والمسلمین مجتبی محمدي او د قران نړیوال قاري محمد حسین سبز علي په ګدون سره وشو.
د ایکنا خبري اژانس خبریال وايي د قران کریم د مشکات د نړیوالو سیالیو دوهم او د عمومي سیالیو د څلورم پړاو د اړخونو تشریحول او جمع بندۍ خبري کانفرنس د غبرګولي د میاشتې په ۱۷ نیټه د قراني مشکات موسسې د عامل مدیر حجت الاسلام والمسلمین مجتبی محمدي او د دغه سیالۍ د نورو غړیو په ګډون سره ترسره شو.
د قرانی مشکات موسسې عامل مدیر دغه غونډې په پیل کښې دې ته په اشارې سره چې د مشکات سیالۍ د قراني فعالیتومو د دودولو او د ټولنې په چاپیریال کښې د قران کریم له انسان جوړونکي او لوړتیا بښوونکو مفاهیمو سره د انس او مینې په لړ کښې د زمینو د برابرولو لپاره ترسره کیږي وویل :څرنګه چې د مشکات د سیالیو درې پړاونه د قران کریم د مینه والو له پرتمینه هرکلي سره مخامخ شول، پریکړه وشوه چې د دغو سیالیو په څلورم پړاو کښې هم د ایران په سویه او هم په نړیواله سویه سیالۍ ترسره شي.
حجت الاسلام و المسلمین مجتبی محمدي ډاګینه کړه: په دغه پړاو کښې په څلورو برخو کښې په حفظ کل،ترتیل او د قران په تقلیدي قرائت اواذان کښې مینه وال کولای شي ګدون وکړی او د دغه پړاو سیالۍ د دوو ډلو یعني له شپاړسو کلنو د کم عمر هلکانو او له شپاړس کلونو د بره عمر لروونکو کسانو لپاره ترسره کیږي.
هغه وویل په همدې اساس د قران کریم د مشکات د نړیوالو سیالیو په دوهم پړاو او د عمومي سیالیو په څلورم پړاو کښې د نومونو لیکل به د غبرګولي د میاشتې له ۲۱ نیټې څخه پیل شي او د چنګاښ د میاشتې تر ۱۹ نیټې پورې دوام ولري.
د قران کریم د مشکات سیالیو د فني کومیټۍ مشر محمد حسین سبزعلي وویل:اټکل کوو د نړۍ د اتیا هیوادونو کسان په دغو سیالیو کښې ګډون وکړي.
هغه وویل دا داسې فرصت دی چې د دنیا له ډیرو هیوادونو سره ارتباط ټینګ کړو او وکولای شو د نړۍ هیوادونو ته اصیل قران معرفي کړو.
https://iqna.ir/fa/news/4062599

captcha