IQNA

د قیرقیزستان د قران د سیالیو د ګټونکو نومونه اعلان شول

16:06 - June 10, 2022
د خبر لمبر: 3485870
تهران(ایکنا)- د قیرقیزستان د دوه زره دوه ویشتم د قران د سپرلي په نوم د عمومي سیالیو

چې همدا اوس ترسره شوي وې  په تیره بیا د ښځینه  غوره شویو کسانو نومونه اعلان شول.

له قیرقیزستان څخه ایکنا خبري اژانس وايي د قران کریم دغه سیالۍ په دغه هیواد کښې د« محمد عمر» د عمومي ټولنې په زیار او د قیرقیزستان د «اوش» ښار د اسلامي دیني ادارې او د« قران اردو »د مذهبي موسسې په ملګرتیا سره ترسره شوې.

د قران کریم د دغو سیالیو لومړی مقام « شیرووا فاطمیا» ترلاسه کړ او د هغې جایزه  د عمرې سفر او هم پینځویشت زره نقد سوم دي (سوم د قیرقیزستان هیواد رسمي پیسو ته ویل کیږي).

«دادا جانوا اومیدا» هم د دغو سیالیو دوهم مقام ترلاسه کړ او هغې ته د عمرې د سفر کولو جایزه ورکړل شوه او دغه راز شل زره نقد سوم هم  ورکړل شول.

د قران کریم د دغو سیالیو دریم مقام « رخساره بنت  خاتمجان» وګاټه او هغې ته په جایزې کښې یو لیپ ټاپ کامپیوټر او له پینځلس زره سوم نقدې جایزې سره یوې ځاې د « مبلمان اکو» شرکت لخوا یوشمیر پیسې ورکړل شوې .

د قیرقیزستان د دوه زره دوه ویشتم میلادي کال د قران د سپرلي د ښځینه په عمومي سیالیو کښې «عبدالجانوا رابعه»څلورم مقام ترلاسه کړاو هغې ته د جایزې په توګه یو موبائیل ټیلي فون ورکړل شو او نقد سوم هم ورکړل شول.

هغو انجلیو هم چې د قران کریم په دغو سیالیو کښې یې کوم مقام ترلاسه نکړ د درنښت په خاطر یوشمیر جایزې ورکړل شوې.

د قران کریم دغه سیالۍ د قیرقیزستان د « قران اردو» د مذهبي موسسې د مدیر شیخ قاري محمد دیار قربانبکوف په شتون سره ترسره شوې.

https://iqna.ir/fa/news/4063152

captcha