IQNA

په آسټریلیا کې به د حجاب یا سترد دودولو لپاره هڅه وکړم

17:47 - June 21, 2022
د خبر لمبر: 3485906
ایکنا- (تهران) فاطمه پیمان چې په ستر او سکارف سره دیوې لومړنۍ مسلمانې میرمنې  په توګه  د آسټریلیا په مشرانو جرګې کې په نمایندګۍ غوره شوې ده ، وائي ، غواړي ، په دغه هیواد کې ستر په یوې عادي چارې بدل  کړي .

 ایکناخبری آژانس د ګارډیّن له قوله راپور راکړ،  فاطمه پیمان د آسټریلیاپه مشرانو جرګې کې ددغه هیواد د وسټرن  سیمې تر ټولو وروستۍ څوکۍ ګټلې ده  او  ددغه هیواد په مشرانو جرګې  کې په ستر او حجاب سره د لومړنۍ مسلمانې ښځې  او لومړنۍ افغان توکمه په توګه  پيژندل شوې ده .

  هغه وائي ،  چې غواړي ، په دغه هیواد کې حجاب  په یوې عادې چارې بدل کړي . دغه ۲۷کلنه آسټریلیائي مسلمانه جینۍ  چې پرون  ددغه هیواد په سینټ کې غوره شوي ده ،  وائي چې په ویاړ سره به  خپل سکارف واچوي .

 میرمن فاطمه دغه راز وائي ،  هیله منده ده د ډيرو هغو آسټریلیائي ځوانانو لپاره  الهام بخښونکي شم  چې  یوازې په دې دلیل چې  په خداي اعتقاد لري ، یا یوازې په دې دلیل چې له نورو مختلف ښکاریږي ، ، په ټولنې کې له ګډونه محرومیږي . 

 میرمن پیمان په دوام کې وئيلي دي ،که  پارلیمان د آسټریلیا د خلکو عمومي نماینده  نه شي ، نو څرنګه منل کیدلی شي ، چې  دتاسو غږ آوریدلی  او په قدرت کې ستاسو  نماینده کیدلی شي ؟

هغه وائي زه لومړنۍ با حجامه نماینده یم  او ایمان لرم چې نوی حکومت په آسټریلیا کې د کډوالو او پناه غواړو سره د چلند د ښه کولو لپاره  او همداراز د هغو کسانو لپاره به   چې له دغه هیواده په بهر کې  په زندان کې دي ، لازیات اقدامات وکړي . هغه همداراز وائي ، د ژوند له لګښتونو سره پر اړونده اندیښنو ، د ماشومانو پر خیال کونې ، د آب وهوا پر بدلون  او پر هغو نورو مسئلو باندې چې پر ځوانو کورنیو اغیزې شیندي ، تمرکز وکړي .

https://iqna.ir/fa/news/4065655/برنا

captcha