IQNA

قران کریم د لومړي ځل لپاره چیرته چاپ شو؟

16:25 - July 04, 2022
د خبر لمبر: 3485955
تهران(ایکنا)- قران مجید د لومړي ځل لپاره په پینځلس سوه دیرشم میلادي کال کښې د ایټالیا هیواد

 په ونیز ښار کښې چاپ شو خو د چاپ د اوسني مفهوم په اپوټه په دې ډول و چې په هغه زمانه کښې د نسخه لیکوونکو لخوا کتابت کیده.

ایکنا خبري اژانس راپور ورکړ العربي نیوز  په دې هکله چې قران کریم د لومړي ځل لپاره کله چاپ شوی و یو لنډ راپور خپور کړی.

د دغه راپور پراساس قران کریم د لومړي ځل لپاره په پینځلس سوه دیرشم میلادي کال کښې د ایټالیا په ونیز ښار کښې چاپ شو خو د چاپ د اوسني مفهوم په اپوټه په دا ډول و چې په هغه وخت کښې د نسخه نویسانو او لیکوونکو لخوا کتابت کیده، ورپسې کتاب راغونډید او د قران کریم هره پاڼه چې تحریف نشي په چیني سبک او سټایل سره د لرګي په لوحې باندې لیکل شوي وه او  دغه لوحې همدا اوس هم شته.

دا په داسي حال کښې دي چې په روسیې کښې د قران کریم لومړنی چاپ په اولس سوه اوه اتیایم میلادي کال کښې د دوهم کاټرین د باچاهۍ په وخت کښې و، دغه راز د قران کریم لومړی چاپ په اتلس سوه اتویشتم میلادي کال کښې او د اتلس سوه اوه اویایم میلادي کال په درشل کښې ترسره شوی و.

په کومو پړاونو کښې قران کریم راغونډ کړی شو.

د خدای پاک د ګران رسول  حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په زمانه کښې قران کریم په یوه واحد کتاب کښې ونه لیکل شو، بلکې د مسلمانو په ذهنونو او زړونو کښې موجود و.

د عثمان د خلافت په وخت کښې د اسلامي امت مشران راغونډ شول چې د دغه سپیڅلي کتاب د راغونډولو په هکله موافقې ته ورسیږي.

حضرت امام علي علیه السلام لومړنی جامع قران:

 لومړنی کس چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم له رحلت وروسته یې د قران کریم د لومړي خادم او جامع قران له ویاړ ډک نوم ترلاسه کړ حضرت امام علي علیه السلام و.

د نړۍ شیعه مسلمانان دغه ارزښمن نوم د مولای متقیان حضر علي ابن ابي طالب علیه السلام خو اهل سنت بیا په امام علي علیه السلام سربیره ، ابوبکر ، عمر او عثمان هم د قران کریم په لومړنیو تدوینوونکو کښې ګڼي.

https://iqna.ir/fa/news/4068360

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* :