IQNA

د غدیر نیکمرغه اختر ځانګړنې

د غدیر د اختر اصلی پيغام وحدت او یووالی دی

8:18 - July 17, 2022
د خبر لمبر: 3485992
ایکنا-(تهران) که څوک د غدیر دنیکمرغه اختر پیغام باندې پوهیږي،دې ننتیجې ته رسیږي ، چې  حضرت امام علی علیه السلام ددین او اسلامی نظام ساتل، له حکومته  هم لا زیات  او ډير ارزښتمن بالۀ او په همدې اساس ، متوجه کیږو چې دغدیر پیغام پخپله د وحدت او یووالی پيغام لري .

د غدیر نیکمرغه اختر د شیعیانو یو ترټولو لوي  او د اهل تسنن  هم یوه برخه  ده چې  نن سبا  د اسلام دګران پیغمبر له  ژوند وروسته  د حضرت امام علی علیه السلام د جانشینۍ په مناسبت  ئې جشن ترسره کیږي ، چې  په مسلمانانو کې ئې ډير زیات  دیووالی او وحدت  اړخونه  ترسترګو کیږي .

د ګډ سوله ایز ژوند په باب د غدیر  مهم پیغامونه

دغدیر اختر دمونږ لپاره څو خاص تعلیمات او ځانګړنې لري ، لومړی ټکی ئې دا  چې  د غدیر اختر  مونږ ته راښئ چې  درست دینونو ته  په تیره بیا  اسلام ته  باید یو جامع او مکتبی  نظر وشي ،یعني دین  دځینو جشنونو په څير یوازې تیت پرک  فرمانونه نه دي بیان کړي ، بلکې دین  د منسجمو عقایدو ،شعائرو او مناسکو ټولګه ده. «الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِإِثْمٍ فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ؛ اوس مو دتادین دکمال ترحده ورساوۀ  او پرتا مو نعمت تمام ړ او تر ټولو ښه دین  چې هماغه اسلام دی ، پرتاسو مو غوره کړ .پس  هرکله څوک د ګناه په نیّت سره نه ،د سټریس له امله      د قخطۍ یا سختۍ په شپو ورځو کې،   هغه څه چې حرام شوي  دي ترسره ئې کړي، نو  خداي ډير مهربان او بخښونکی دی (سوره مایده=۳) 

د ؛ «أَكْمَلْتُ»   کلمه په دغه آیت کې ښئ چې  دین د انسان د نیکمرغۍ لپاره یو پروګرام او داسې ټولګه ده چې د یوه سسټم په بڼه کې   دخپلې یوې یوې ښونې د رعایتولو غوښتنه کوي   او که  په یوې لارښونې کې ئې  کم کاري یا لټي وکړ،نو ګواکې  دغه دین مو قبول کړی نه دی . پر دې اساس دین ،باید په مسنجم او کامل ډول  په نظر کې ولرو او دغدیر په آیت کې هم همدغه شی مشخص دی .

 دوهم ټکی دا چې   غدیر په حقیقت کې له ځان سره د مونږ لپاره  یو ډول دګډ ژوند کلتور لري  او نن سبا  ئې د و حدت او یووالی په نامې سره پيژنو .  دغدیر په تاریخ کې  او د شیعیانو په  اعتقاد کې ،  امیر المومنین علی علیه السلام  له پیغمبره وروسته د خلیفه په توګه معرفی کیږي ،خو  کله چې شرائط  دهغه دظاهري خلافت لپاره  نه برابریږي ، نو  هیڅکله هم  د اسلامی ټولنې په نظم کې  دخار پار اچولو او دبلوه اوبې نظمۍ  درامینځةکولو  هڅه نه کوي  او اتفاقا  ښئ چې  ګډ ژوند  په دې معنا دی چې  ممکنه ده تاسو په حق وائ ، خو  له هغې ټولګې سره چې  باوری ده ،  د  تاسو پر حق سترګې پټې  شوي دي،ګډ سوله ایز ژوند لرئ .

لکه څنګه چې حضرت امام علی علیه السلام  د مالک اشتر په عهد نامې کې فرمائي ،  چې  خلک د  تادیني وروڼه  یا  په پنځون کې له تاسره برابر دي .

 د ولایت په پیاوړتیا کې د غدیر رول :؛    په روایت کې راغلي دي ، چې  په دغې ورځې  ا سلام برجسته شوی دی او د ولایت ځائيګی اهمیّت پيداکوي  چې ددرستو مسلمانانو لپاره  ډير اهمیّت لري . په قرآن کریم کې راغلي دي ؛   «وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً؛    او (په یاد کړه ) کله چې د تاپروردګار فرښتو ته وفرمائيل  چې زه بع پر مځکه یو خلیفه   وګمارم(بقرې سوره= ۳۰)  پر دې اساس نړۍ وپنځول شوه څو  دنیکمرغۍ نظام په بشپړ ډول انځورشي  اوکه څوک  واسطه نه کیدالئ،څو انسان  خداي ته ورسوي ، نو خداي تعالی دغه شان پنځونه نه ترسره کوله ،نو ځکه  د ولایت نظام، چې  د خداي تعالی او خلکو ترمینځ  واسطه دی ،  دغدیر په نیکمرغه ورځ  معرفی شو .

captcha