ایکناخبری آژانس له کشمیره راپورراکړ،په درستې نړۍ کې د غدیر خم نیکمرغه اختر په پرتم او ولولې سره لمانځل شوی دی. دغه راز د کشمیر دسرینر په ګوند هاسی بټ سیمې کې هم چې هندي پوځیانو دکشمیر دخلکو ژوند تر ډيره حده تریخ کړی هم دی ،د اهل بیت علیهم السلام د زرګونو مینه والو په غونډيدا سره ترسره شو.دغه جشن د قرآن کریم په تلاؤت سرهپیل شو او د محمد هادي ، مولانا مسرور انصاری، مولانا شیخ غلام حسین ،شیخ غلام حسین نوري او شبیرورسي پشمول ځینو دیني عالمانو په دغو دستورو کې پخپلو ویناؤ کې د غدیر خم د واقعې څرګندې ځانګړنې بیان کړې او وې وئيل دغدیر نیکمرغه واقعه د اسلامی امت د وحدت اویووالی ځيری دی ځکه پیغمبر اکرم د یولک شل زره حاجیانو په شتون کې دخپل جانشین او ولایت اعلان کړی چې اسلامی امت وحدت ئې نندارې ته وړاندې کړی دی .
ددغو ولولناکو او پرتمینو دستورو او جشن چې زیاتره هلکان او میرمنې هم پکې ترسترګو کیدې ، یو انځوریز او ویډیوئي راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .
3486002