IQNA

په شارجې کې د خرما پر پاڼو د لیکل شوي قرآن کریم مخ کتنه وشوه

16:29 - July 21, 2022
د خبر لمبر: 3486010
ایکنا-(تهران)د متحده عربی اماراتو دشارجې د قرآن کریم  ټولنې دمګړۍد قرآن کریم یوه هغه  نه ترلاسه کیدونکي نسخه چې  په بشپړ ډول د خرما ونې پر پاڼو لیکل شوې،نندارې ته وړاندې کړه .

ایکناخبری آژانس  دالخلیج له قوله راپور راکړ،د قرآن کریم ددغې نسخې د پاڼو شمیر اویا پاڼې  او هره پاڼه یاصفحه ئې د خرماد ونې پر اتو پاڼو او په هرې پاڼې کې پر درو لیکو سره لیکل شوي او پخپلو کې سره نښلول شوي دي . د قرآن دهرې پانې اوږدوالی ۵۳سینټي میټره او پلن والی هم ۴۲سینټي میټره دی .

د شارجې د قرآن کریم د ټولنې عمومی منشي  شیرزاد عبدالرحمن طاهر  وائي ، دغه ټولګه ویاړي چې  له مختلفو هیوادونو او پړاؤنو سره  اړونده د پیغمبر اکرم(ص) د معجزې  یوه نسخه او یو ترټولو ډير کم لیدونکی قرآن  لرونکي دي .

هغه ټینګار کړی،  دغه نه لیدونکي کمیابه نسخه په مراکش کې  لیکل شوې ده  او خطاط،د خرما څانګې او پاڼې  پاکې کړي او په مساوي بڼه کې برابرې کړي دي ، بیا ئې  ددغو برخو د دوام او  نه  خرابیدو لپاره ، پر دغو پاڼو  له ځينو خاصو موادو  استفاده کړې ده.

طاهر په دوام کې روښانه کړې ده ، خطاط  د   خرما د وَّنې د پاڼو دغه برخې  پخپلو کې سره ګنډلي  او د قرآن د صفحو په چوکاټ او  په دوو ټوکو کې  غونډې کړي دي .

د شارجې د قرآن کریم د کمپلیکس لیدونکي  دغه ډيره حیرانونکي او نه موندونکي نسخه  د قرآن کریم  د کتابت دتاریخ په  میوزیم کې  چې  د کمپلیکس د اتو میوزیمونو څخه یو میوزیم دی لیدلی شي .

کتابت قرآن روی برگ‌های نخل خرما

 https://iqna.ir/fa/news/4072019/نمایش

captcha